د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې پينځلسو زده کوونکو ته مرګ، ژوبله اوښتې. ياده پېښه چې د چنګاښ په دويمه رامنځته شوې، لامل يې د ښوونځي د اوسپنيز چت غورځېدل په ګوته شوى دى.
د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې پينځلسو زده کوونکو ته مرګ، ژوبله اوښتې.
ياده پېښه چې د چنګاښ په دويمه رامنځته شوې، لامل يې د ښوونځي د اوسپنيز چت غورځېدل په ګوته شوى دى.
د ننګرهار د پوهنې سرپرست رېس سيدعيسى سادات له کوم شمېر ښودنې پرته وايي د خوګياڼو په چمتلې ښارګوټي کې پردې زده کوونکو سخت توپان د اوسپنيز چت څه برخې را غورځولي، چې دوى يې د لامل پلټنه کوي.
خو د ننګرهار د عامې روغتيا مرستيال رېس ډاکټر باز محمد شېرزاد بيا په پېښه كې د څلورو زده کوونکو د وژل کېدو او يوولسو نورو د ټپي کېدو پخلى كړى.
د ننګرهار د دې ښوونځي تر چت لوېدو وړاندې د دې ولايت پر پوهنې رياست څوځله دعوه شوې وه، چې د ښوونځيو په جوړولو کې له رغنيزو شرکتونو بډې اخلي او د همدې لپاره ښايي ښوونځي په ناسم کيفيت جوړشي، خو چارواکو به دا دعوه ناسمه ګڼله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


