ads

ولسي جرګې ته د يوه نوماند پر موټر چاودنه

په ننګرهار کې د ولسي جرګې د يوه نوماند مولوي عبدالعزير خيرخوا پر موټر  چاودنې د ده په ګډون پينځو تنو ته مرګ، ژوبله واړوله.     په ننګرهار کې د ولسي جرګې د يوه نوماند  مولوي عبدالعزير خيرخوا پر موټر  چاودنې د ده په ګډون پينځو تنو ته مرګ، ژوبله واړوله. پېښه نن يوولس […]

نویسنده: TKG
2 چنګاښ 1389

په ننګرهار کې د ولسي جرګې د يوه نوماند مولوي عبدالعزير خيرخوا پر موټر  چاودنې د ده په ګډون پينځو تنو ته مرګ، ژوبله واړوله.

 

 

په ننګرهار کې د ولسي جرګې د يوه نوماند  مولوي عبدالعزير خيرخوا پر موټر  چاودنې د ده په ګډون پينځو تنو ته مرګ، ژوبله واړوله.

پېښه نن يوولس بجې  د جلال اباد جنوب ته د بهسودو ولسوالۍ د نجم المدارس ديني مدرسې څخه د يو شمېر فارغينو تر فراغت غونډې وروسته هغه مهال شوې، چې نوماند مولوي عبدالعزيز خيرخواه پخپل موټرکې د ښار پرلور تلونکى و.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزي کليد ته وويل، پېښې د دغه نوماند او درېيو  نورو ملګرو پرټپي کولو سربېره يې يو بل تن وژلى هم دى، چې دى يې د هويت په اړه نه پوهيږي.

د پېښې مسؤليت  لا چا پر غاړه نه دى اخېستى، خو بايد وويل شي، چې دا د سږنيو پارلماني ټاکنو پر نوماندانو درېيمه پېښه ده، چې کېږي.

تردې پخوا پخوانى لوى څارنوال عبدالجبارثابت او ولسي جرګې ته يو بل نوماند هم تر وسله وال او بمي بريدونو شوي وو، چې د لومړني  يې څو ملګري طالبانو بيولي وو او د بل دوه ملګري ټپيان ول.

مولوي عزيز خيرخواه، د پخوانۍ ولايتي شورا مرستيال و، چې د ننګرهار ولايتي ادارې ته يو له ډېرو نېږدې کسانو څخه بلل کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA