ads

ولسي جرګه: كرزى په خپله ژمنه كې پاتې راغى

تمه وه چې جمهور ريس كرزى نن خپله پاتې كابينه د باور رايو اخيستلو لپاره ولسي جرګې ته ورپېژني، خو داسې ونه شول او جمهور رئيس كرزى يو ځل بيا په خپله ژمنه كې پاتې راغى. تمه وه چې جمهور ريس كرزى نن خپله پاتې كابينه د باور رايو اخيستلو لپاره ولسي جرګې ته ورپېژني، […]

نویسنده: TKG
2 چنګاښ 1389

تمه وه چې جمهور ريس كرزى نن خپله پاتې كابينه د باور رايو اخيستلو لپاره ولسي جرګې ته ورپېژني، خو داسې ونه شول او جمهور رئيس كرزى يو ځل بيا په خپله ژمنه كې پاتې راغى.

تمه وه چې جمهور ريس كرزى نن خپله پاتې كابينه د باور رايو اخيستلو لپاره ولسي جرګې ته ورپېژني، خو داسې ونه شول او جمهور رئيس كرزى يو ځل بيا په خپله ژمنه كې پاتې راغى.

ياده ژمنه څو ورځې وړاندې جمهور رئيس كرزي د ولسي جرګې رئيس محمد يونس قانوني سره كړې وه.

د جمهور رئيس كرزي لخوا په خپله ژمنه كې پاتې راتلو له امله د ولسي جرګې غړيو نن هم خپله عمومي غونډه په چوپتيا تېره كړه.

يو شمېر وكيلان په دې اند دي، چې د كابينې د لېست د معرفي كولو لپاره د جمهور رئيس او د ده د ملاتړ كوونكو ترمنځ د وزارتونو پر وېش مصلحتونه راون دي.

خو د جمهور رئيس وياند وحيدعمر د وكيلانو نيوكې ردوي او وايي، دوى به د نن ورځې تر پايه  ولسي جرګې ته د كابينې د پاتو غړو لست ورولېږي، ترڅو ورته د باور رايې وركړي

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA