تېره شپه د کندوز ولايت د چاردرې ولسوالۍ په نهرصوفې سيمه کې د امريکا خاصو ځواکونو لخوا عمليات ترسره شوي، چې د الوتکو د بمبارد په پايله کې لږ ترلږه ۶ تنه وسلوال طالبان وژل شويدي.
تېره شپه د کندوز ولايت د چاردرې ولسوالۍ په نهرصوفې سيمه کې د امريکا خاصو ځواکونو لخوا عمليات ترسره شوي، چې د الوتکو د بمبارد په پايله کې لږ ترلږه ۶ تنه وسلوال طالبان وژل شويدي.
يوتن ځاېې اوسيدونکي د نوم د نه ښوولو په شرط كليد ته وويل، چې مړي د دوي په پټيو کې پراته وو، چې د هواېې بمبارۍ له كبله وژل شوي وو.
هغه داهم وويل، سربېره پر دغو وژل شويو کسانو دوه تنه نور ټپيان شوي هم دي.
د کندوز د والې وياند محبوب الله سعيدې کليد سره په خبرو کې وويل، چې تېره شپه شاوخوا درې بجې د کندوز په نا ارامه ولسوالۍ چاردره کې د امريکا د خاصو ځواکونو لخوا عمليات ترسره شوي، چې له امله يي د دولت ضد وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو نوموړې يي كره شمېره په ډاګه نه كړه.
په کندوز کې د ميشت ايساف ځواکونو د مطبوعاتې چارو مسؤل ډګرمن ويبر کليد ته د ټيلفون له لارې وويل، چې په دغه عملياتو کې 8 وسلوال طالبان وژل شوي.
نوموړې زياته کړه، چې پر وسلوالو هغه وخت بريد پيل شو کله يې، چې غوښتل په ياده ولسوالۍ کې پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړي، چې د الوتکو لخوا په نښته شول.
وسلوالو طالبانو د خپلو وژل شويو کسانو په اړه تر اوسه رسنيو ته څه ندي ويلي.
چاردره د کندوز دنورو ولسواليو په پرتله نسبتا ناً ارامه ولسوالي شميرل کيږي، چې په دي وروستيو کې د امريکا د خاصوځواکونو عمليات په کې د تير څخه زيات شوي دي، چې ځنې وختونه پكې ملکې وګړو ته هم ځانې اومالې زيانونه ور اړوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


