ads

د جنرال په خبرو اوباما ناراضه شو

د امريكې جمهور رئيس اوباما په افغانستان كې د امريكايي پوځ مشر جنرال سټينلي مك كرېسټال لخوا پر ليكل شوي مضمون ناخوښي څرګنده كړه او ويې ويل چې ياد جنرال ناسمې څرګندونې كړې دي.     د امريكې جمهور رئيس اوباما په افغانستان كې د امريكايي پوځ مشر جنرال سټينلي مك كرېسټال لخوا پر ليكل […]

نویسنده: TKG
2 چنګاښ 1389

د امريكې جمهور رئيس اوباما په افغانستان كې د امريكايي پوځ مشر جنرال سټينلي مك كرېسټال لخوا پر ليكل شوي مضمون ناخوښي څرګنده كړه او ويې ويل چې ياد جنرال ناسمې څرګندونې كړې دي.

 

 

د امريكې جمهور رئيس اوباما په افغانستان كې د امريكايي پوځ مشر جنرال سټينلي مك كرېسټال لخوا پر ليكل شوي مضمون ناخوښي څرګنده كړه او ويې ويل چې ياد جنرال ناسمې څرګندونې كړې دي.

په واشنګټن كې جمهور رئيس اوباما خبريالانو ته ويلي، چې له مك كرسېټال سره تر خبرو وروسته به د هغه د راتلونكې په اړه پرېكړه وكړي.

د سپينې ماڼۍ وياند رابرټ ګیبز خبريالانو ته په خپلو لنډو خبرو كې ويلي، چې جمهور رئيس اوباما خپله دغه مضمون لوستى او ناخوښي يې څرګنده كړې.

مك كرېسټال رولنګ سټون جريدې ته په ليكلي مضمون كې د امريكې په لوړپوړو چارواكو او په افغانستان كې د امريكا پر سفير سختې نیوکې كړې وې.

نوموړي د امريكې سفير ايكنبري په اړه ليكلي و، چې له ده سره يې بې اعتمادي كړې ده.

په رولنګ سټون جريده كې چاپ كېدونكى مضمون ښايي د جمعې په ورځ خپور شي، خو مك كرېسټال د احتمالي زيان د كمښت لپاره كوښښ كړى او د سې شنبې په ورځ يې په يوه خبرپاڼه كې بښنه غوښتې او ويلي يې دي، دا يوه غلطي وه، چې بايد نه واى شوى.

د جنرال مك كرېسټال مرستيالان وايي چې دى له جمهور رئيس اوباما څخه هم ناهيلى و.

د ياد جنرال يوه مرستيال له جمهور رئيس سره د ليدنې لپاره جنرال ته ۱۰ دقيقې وخت اخيستى و.

د جنرال مرستيال ويلي، چې جمهور رئيس اوباما د ده په اړه سم نه پوهېدو او نه يې هم د ده خبرو ته څه خاصه پاملرنه كوله، چې له امله يې(صيب ډېرناهيلى و)

جنرال مك كرېسټال په خپله ليكنه كې وايي، هغه وخت ډېر ځورونكى و، ځكه ده به چې كوم وړانديز كاوه هيچا به هم نه منلو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA