ads

پكتيكا كې ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي

په جنوب ختیځ زون کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وایې، چې تېره شپه یې  د پکتیکا ولایت په اورګون كې عملیات كړي، چې په ترڅ کې یې ۲۵ تنه وسله وال طالبان وژلي دي.     په جنوب ختیځ زون کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وایې، چې تېره شپه یې  د پکتیکا ولایت […]

نویسنده: TKG
1 چنګاښ 1389
پكتيكا كې ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي

په جنوب ختیځ زون کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وایې، چې تېره شپه یې  د پکتیکا ولایت په اورګون كې عملیات كړي، چې په ترڅ کې یې ۲۵ تنه وسله وال طالبان وژلي دي.

 

 

په جنوب ختیځ زون کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وایې، چې تېره شپه یې  د پکتیکا ولایت په اورګون كې عملیات كړي، چې په ترڅ کې یې ۲۵ تنه وسله وال طالبان وژلي دي.

د ناټو مطبوعاتي دفتر زیاتوي، چې د وژل شویو کسانو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتي شوي وو ، دوی سرې میاشتي ته خبر ورکړی څو دغه جسدونه له سېمي څخه انتقال کړي.

يادو ځواكونو منلې، چې د وسلو‪الو‬ طالبانو په نښته کې يې یو سرتېری هم ټپی شوی دی.

بل پلو د پکتیکا ولایت دولتي چارواکو د دې ولایت په جاني خېلو او یحی خېلو ولسوالیو کې د۱۰تنو وسله والو طالبانو دوژل کېدو خبر ورکوي.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان د چنګاښ په لمړۍ نېټه ‪کلید  ته وویل، چې د دوشنبې په ورځ د جاني خېلو ولسوالۍ د محمد علي او شاطورو په سېمو کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې درې ساعته یې دوام درلود.

د افغان په وینا، د نښتې په پایله کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي، چې د ۶ تنو جسدونه د ځواکونو لاسته ورعلي او ۲ تنه طالبانو له خپل ځان سره وړي دي.

افغان زیاتوي، چې په وژل شویو طالبانو کې ۲ تنه د سېمي او پاتي نور یې د دوی په اند بهرني اتباع دي.

د والي ویاند دارنګه وایې، چې د نښتي په ډګر کې ۶ میله کلاشینکوفونه، ۲ میله پیکا، ۳ عراده موټر سایکلونه او یو شمېر مهمات هم د دولتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د یو بل خبر له مخې د پکتیکا دولتي چارواکو د یحی خېلو په ولسوالۍ کې د ۲ تنو طالبانو د وژلو خبره کوي.

د والي د ویاند په خبره، یادو دوو تنو غوښتل، چې د پیر کلا او قرب الدین سېمو ترمنځ په عامه لار کې  ماین ځای پرځای کړي، چې پري وچاودېد او ۲ دواړه پکي ووژل شول.

وسله والو طالبانو که څه هم د اورګون د پېښي په اړه څه ندي وييلي، خو طالب ویاند ذبېح الله مجاهد وایې، چې د جاني خېلو په ولسوالۍ کې یې پر ۳ امنیتي پوستو برید کړی، چې ۳ پوستې یې نیولې او ویجاړې کړې او ۸ تنه پولیس یې پکي وژلي دي.

مجاهد مني چې د پولیسو په نښته کې د دوی ۲ تنه وسله وال ملګري هم وژل شوي دي.

د یادونې وړده، چې په دې وروستیو کې د پکتیکا له یوشمېر سېمو څخه د بریدونو، نښتو او چاودنو راپورونه زیات ورکول کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA