ads

د کندوز دعامې روغتيا رئيس ووژل شو

  د کندوز دعامې روغتيا رييس عزيزالله صفر نن ماسپښين 2:45 دقيقې په خپله معاينه خانه کې د يو ځاي پرځاي شوي ماين په واسطه ووژل شو. د کندوز دعامې روغتيا رييس عزيزالله صفر نن ماسپښين 2:45 دقيقې په خپله معاينه خانه کې د يو ځاي پرځاي شوي ماين په واسطه ووژل شو. د کندوز […]

نویسنده: TKG
1 چنګاښ 1389

 

د کندوز دعامې روغتيا رييس عزيزالله صفر نن ماسپښين 2:45 دقيقې په خپله معاينه خانه کې د يو ځاي پرځاي شوي ماين په واسطه ووژل شو.

د کندوز دعامې روغتيا رييس عزيزالله صفر نن ماسپښين 2:45 دقيقې په خپله معاينه خانه کې د يو ځاي پرځاي شوي ماين په واسطه ووژل شو.

د کندوز والي انجينر محمد عمر کليد سره په خبرو کې د پېښې پخلى وكړ او ويې ويل، چې د کندوز دعامې روغتيا رئيس وژل شوى، خو نومړي، د نورو تلفاتو په اړه څه معلومات نه لرل.

د نوموړي په وينا، سسيمه د پوليسو له لوري کلابنده شوي ده او په دې اړه پلټنې روانې دي.

اويا كلنه مېرمن سكينه چې له ډاكټر صفر سره يې په معاينه خانه كې كار كاوه وايي، چې كله ډاكټر صفر د معاينه خانې ته ننوتو چاودنه وشوه او نوموړى پكې ووژل شو.

د کندوز امنيه قوماندان جنرال محمد رزاق يعقوبې وايي، چې په دغه پيښه کې دوه کوچنيان هم ټپيان شويدي، چې ځاي خلک بيا په دغه پيښه کې د يوې ميرمنې او يو ماشوم د ټپي كېدو خبره كوي.

د كندوز والي د دغه بريد پړه پر وسلوالو طالبانو واچوله، خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کليد سره په ټلفونې تما س کې دغه ادعا په كلكه رد كړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA