ads

دانګام ولسوالۍ ته د پاكستاني پوځيانو راوښتل

د کونړ چارواکي د دې ولايت دانګام ولسوالۍ ته له يوې اونۍ راهيسې د اتو سوو پاکستاني پوځيانو د را اوښتو او د اوسنۍ پولې پرسر يې دوى سره د ناندريو خبر ورکوي. د کونړ چارواکي د دې ولايت دانګام ولسوالۍ ته له يوې اونۍ راهيسې د اتو سوو پاکستاني پوځيانو د را اوښتو او […]

نویسنده: TKG
1 چنګاښ 1389

د کونړ چارواکي د دې ولايت دانګام ولسوالۍ ته له يوې اونۍ راهيسې د اتو سوو پاکستاني پوځيانو د را اوښتو او د اوسنۍ پولې پرسر يې دوى سره د ناندريو خبر ورکوي.

د کونړ چارواکي د دې ولايت دانګام ولسوالۍ ته له يوې اونۍ راهيسې د اتو سوو پاکستاني پوځيانو د را اوښتو او د اوسنۍ پولې پرسر يې دوى سره د ناندريو خبر ورکوي.

په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قومندان بريد جنرال محمد زمان مموزري کليد ته وويل پولې ته ډېر لنډ شوي دا پوځيان پر يو شمېر افغاني سيمو د دعوې ترڅنګ له افغان سرحدي ځواکونو غوښتي چې دا سيمه ورپرېږدي.

د مموزي په ويناد دوى پوځيان د دې ترڅنګ چې د ځايي ولسي خلکو په ملتياد خپلې پولې د فاع ته ولاړدي، د پاکستاني پوځيانو د دې کار پروړاندې د مرکزي حکومت د پريکړې په تمه دي.

د کونړ د والي وياند ادرېس غروال  له نورو جزياتو پرته په دانګام کې د افغاني ځواکونو او پاکستاني حکومت ناندرۍ تاييدوي خو د کونړ د ولايتي شورا رېس حاجي مياحسن عادل کليد ته وويل، چې تراوسه يې پاکستاني پوځيانو سره مبارزې ته يو دوه سوه کسيز ولسي لښکر جوړ کړى او له نورو خلکو يې هم غوښتي، چې پر خپلې خاورې د پاکستان د احتمالي يرغل ځپلو ته ملا وتړي.

په کونړ کې چارواکي دا خبره په داسې مهال کوي، چې له وروستيو راهيسې يې څوځله هلته د لسګونه پاکستاني ملېشو د نيونې او د بې ګناهۍ له امله يې د بياخوشې کونې خبرورکړ، يو شمېر خلک په دې ګومان دي، چې طالبانو سره له جګړې د تېښتې په نامه افغانستان ته راغلي پاکستانيان هم ښايي د کوم پوځي تاکتيک له مخې له اوسنۍ نامنل شوې پولې دېخوا راغلي وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA