د افغانستان د بدن جوړنې اتل عارف سخي كورنۍ وايي، چې نوموړى د زهرو په وسيله وژل شوى دى.
د افغانستان د بدن جوړنې اتل عارف سخي كورنۍ وايي، چې نوموړى د زهرو په وسيله وژل شوى دى.
عارف سخي چې د روان كال په لوړيو كې يې د بدن جوړونې د اتل مډال ترلاسه كړى و، د جوزا په 26 شپه په مزارشريف كې له دې نړۍ رحلت وكړ.
د عارف سخي ورور حسن سخي كليد سره په مركه كي وويل، چي عارف سخي چا سره دشمني نه درلود، خو كله، چي دا پېښه رامنځته شوه ډاكترانو ډاكټرانو ويل، چې نوموړي د زړه د تكليف له امله ساه وركړې، خو كله چي دده وينه او ادرار د پلټنې لپاره د كابل عدلي طب ته وليږدول شول، د څېړنو پايلو وښودله، چې د زهر په واسطه وژل شوى دى.
د حسن سخي په وينا، دوى ته نه ده څرګنده، چې سخي ته چا زهر وركړي و، خو نوموړي له دولته غوښتنه وكړه چې د ورور قاتلين يې ونيسي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ جنايي امر سمونوال نقيب الله وايي، چې د پېښې د لا څېړلو لپاره يې يو پلاوى ته چې پكې د څارنوالۍ ، امنيه قوماندانۍ، ملي امنيت او د عامې روغتيا استازي ګډون لري دنده سپارلې چې ژر به يې پايلې معلومې شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


