ads

ولسي جرګه: پارلماني ټاكنې به له درغليو ډكې وي

كه څه هم د ولسي جرګې په تېره عمومي غونډه كې په ډاګه شوې وه، چې د راتلونكو پارلماني ټاكنو د ترسره كولو لپاره امنيتي شرايط برابر نه دي او ټاكنې به د درغليو او سرغړونو سره ملې وي. كه څه هم د ولسي جرګې په تېره عمومي غونډه كې په ډاګه شوې وه، چې […]

نویسنده: TKG
31 غبرګولی 1389

كه څه هم د ولسي جرګې په تېره عمومي غونډه كې په ډاګه شوې وه، چې د راتلونكو پارلماني ټاكنو د ترسره كولو لپاره امنيتي شرايط برابر نه دي او ټاكنې به د درغليو او سرغړونو سره ملې وي.

كه څه هم د ولسي جرګې په تېره عمومي غونډه كې په ډاګه شوې وه، چې د راتلونكو پارلماني ټاكنو د ترسره كولو لپاره امنيتي شرايط برابر نه دي او ټاكنې به د درغليو او سرغړونو سره ملې وي.

خو امنيتي ارګانونو ويلي و، چې دوي په هغه امنتي پلان كاركوي، چې په پلي كولوسره به يې د راتلونكو پارلماني ټاكنو امنيت په ښه توګه ونيسي.

د يادو ارګانونو د امنتيي پلانونو او ژمنو سره سره بيا هم ولسي جرګې د دوشنبې په  غونډه كې د پارلماني ټاكنو پر مهال د امنيت په نشتوالي ژورې اندېښنې وښودې.

وكيلانو ويل، چې راتلونكي پارلماني ټاكنې به د امنيت د نشوالي له امله غير عادلانه او له درغليو ډكې وي.

خو د ټاكنو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي، چې دوي په بشپړه توګه پارلماني ټاكنو لپاره تيارى لري.

دوى زياتوي، چې دولت دې په دې تمه نه وي، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون دې پارلماني ټاكنې د امنتي ستونزو له كبله وځنډوي.

راتلونكو پارلماني ټاكنو ته له ټول هېواد څخه تر دوو زرو زياتو كسانو ځانونه نومولي دي، چې له دغې شمېرې څخه به يواځې ۲۴۹ تنه ولسي جرګې ته لاره پېداكوي.

د ولسي جرګې ټاكنې به د سنبلې په اوه يشتمې نېټې ترسره شي، چې وروستۍ پايلې به يې د عقرب په لومړېو كې د ټاكنو د خپلواك  كميسيون لخوا په رسمي توګه اعلان شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA