د ډنمارک لمړی وزيرلاړس لک راسموسن په داسي حال کې هلمند ته سفر کوي، چې د ځينو پروژو ژمنه يې لا دوه کاله وړاندې کړې وه، خو تر اوسه يې کوم څرک نه دی لګېدلی.
د ډنمارک لمړی وزيرلاړس لک راسموسن په داسي حال کې هلمند ته سفر کوي، چې د ځينو پروژو ژمنه يې لا دوه کاله وړاندې کړې وه، خو تر اوسه يې کوم څرک نه دی لګېدلی.
د نوموړي د سفراصلي هدف د تېرو ژمنو تازه کول او له خپلو سرتيرو سره ليده كاته و.
راسموسن نن د يوه مطبوعاتي کانفرانس په ترڅ کې خبريالانو ته وويل، چې د تېر کال په پرتله به نور هم د بيارغونې او امنيت په چارو کې کار او هڅه وکړي ترڅو افغانان په ارامه ژوند وکړي.
لمړی وزير وايي موږ به سږ کال د زده کړې، افغان پوليس روزلو او د برېښنا په برخو کې کار وکړو.
د ډنمارک لمړي وزير د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې يې تېرې ژمنې پوره نه كړې وويل: د دې لپاره، چې د برېښنا فابريکه ورغول شي، اړتيا لارې ته ده او اوس لاره ورانه ده، کله، چې لاره جوړه شوه نو د فابريکې کار به هم ژر پيل شي.
تر دې وړاندې د ډنمارك هېواد ژمنه كړې وه، چې سړک او د برېښنا فابريکه به ورغوي، خو تر اوسه يې په دې برخه كې كوم ګام نه دى اوچت كړى.
د هلمند والې محمد ګلاب منګل د ډنمارک د لمړي وزير لاړس لک راسموسن راتګ هلمند لپاره ښه وارزاوه او د هغوی د ځينو کړنو ستاينه يې وکړه.
خو د سيمې خلګ بيا په دې باور نه دي، چې ګواكې ډنمارک هېواد به دا وعدې پوره او كه د تېر په څېر به هسې ژمني وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


