ads

د ختيځ په درې ولسواليو د طالبانو بريدونه

د هېواد په ختيځ کې وسله والو طالبانو تېره شپه د دوو ولسواليو پرودانيو او په يوه بله ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواکونو پريوه مرکز بېلا، بېل بريدونه کړي، چې چارواکي د څلورو ولسي وګړو د ټپي کېدو خبره پکې مني. د هېواد په ختيځ کې وسله والو طالبانو تېره شپه د دوو ولسواليو پرودانيو […]

نویسنده: TKG
31 غبرګولی 1389

د هېواد په ختيځ کې وسله والو طالبانو تېره شپه د دوو ولسواليو پرودانيو او په يوه بله ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواکونو پريوه مرکز بېلا، بېل بريدونه کړي، چې چارواکي د څلورو ولسي وګړو د ټپي کېدو خبره پکې مني.

د هېواد په ختيځ کې وسله والو طالبانو تېره شپه د دوو ولسواليو پرودانيو او په يوه بله ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواکونو پريوه مرکز بېلا، بېل بريدونه کړي، چې چارواکي د څلورو ولسي وګړو د ټپي کېدو خبره پکې مني.

يو بريد د ننګرهار پربټي کوټ ولسوالۍ شوى، چې د طالب وياند ذبيح الله مجاهد په وينا درې ساعته يې دوام کړى او درنه دولتي مرګ، ژوبله لري.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور پر بټي کوټ د سپکو او درنو وسلو د بريدونو په تاييد سره پوليسو ته زيان نه مني او د بريدكونكو د مرګ، ژوبلې د دعوې ترڅنګ وايي، چې د طالبانو په بريد کې  څلور تنه ولسي خلك ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تېره شپه دغه راز  د نورستان پرنورګرام ولسوالۍ هم بريدونه او پکې د درنې مرګ، ژوبلې دعوه کړې، چې د نورګرام ولسوال امرالله د بريدونو پخلى كړى خو نوموړى مرګ، ژوبله دروغه ګڼي.

بلخوا د لغمان په الېشنګ ولسوالۍ کې وسله والو مخالفينو پر يوه امريکايي پوځي مرکز هم  تېره شپه يو توغندى توغولى، چې د دوى په وينا مرګ،ژوبله لري، خو د يادې ولسوالۍ ولسوال قاسم خان د پېښې پخلى كوي، خو دا چې ګنې په پېښه كې چاته مرګ ژوبله اوښتې په كلكه ردوي.

په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي اداره دغه بريدونه او مرګ ژوبلې نه مني.

د هېواد ختيځ چې له وروستيو راهيسې دا پېښې پکې ډېرې شوي، يو شمېر ځايي خلک يې په وېره كې اچولي، خو چارواکي وايي د وضعې د بيا کابولو هڅې کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA