د پکتیکا ولایت دولتي چا رواکو د یحی خېلواو خوش امند په ولسوالیو کې د شکمنو طالبانو د نیولوخبر ورکړی.
د پکتیکا ولایت دولتي چا رواکو د یحی خېلواو خوش امند په ولسوالیو کې د شکمنو طالبانو د نیولوخبر ورکړی.
د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان په دې اړه کلید ته وویل، چې ګډو ځواکونو د یحی خېلو ولسوالۍ د شامیرزو په سېمه کې ۶ تنه او د خوش امند په ولسوالۍ كې ۳تنه شکمن وسله وال له له يوه موټرسايكل سره نیولي دي.
د افغان په خبره، دغه کسان د ملي امنیت په ریاست کې تر پوښتنو لاندي دي، ترڅومعلومه شي چې دا څوک دي.
افغان دا هم وویل، چې په دې ولسوالۍ کې یې د اسلحې یوه زېرمه کشف کړي، چې ۶ میله کلاشینکوف اوډول ډول مهمات پکي لاسته ورغلي دي.
وسله طالبانو اوځایې خلکوتردامهاله په دې اړه څه ندي وييلي.
د يو بل خبر له مخې، وسله والوطالبانو په سر روضه ولسوالۍ کې پر ناټوځواکونو د چاودني خبر ورکړى.
ذبیح الله مجاهد، چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي وایې، چې د سرروضې ولسوالۍ د کوټنۍ په سېمه کې يې دامریکایې ځواکونو یوټانک پرماین الوزولی، چې ټانک ویجاړشوی او۴ تنه پکي وژل شوی دي
ناټو ځواکونوچاودنه منلي، خو پکې مالي اوځاني زیان نه مني.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم دواړو لوریو ورته ادعاوې کړې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


