ads

ننګرهار كې ۶ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار هوايي ډګر ته نېږدې په  بهسودو ولسوالۍ کې تېره شپه څو توغنديزو بريدونو د دوه ماشومانو د وژلو ترڅنګ څلور نور ولسي وګړي ټپيان کړل. د ننګرهار هوايي ډګر ته نېږدې په  بهسودو ولسوالۍ کې تېره شپه څو توغنديزو بريدونو د دوه ماشومانو د وژلو ترڅنګ څلور نور ولسي وګړي ټپيان کړل. د […]

نویسنده: TKG
30 غبرګولی 1389

د ننګرهار هوايي ډګر ته نېږدې په  بهسودو ولسوالۍ کې تېره شپه څو توغنديزو بريدونو د دوه ماشومانو د وژلو ترڅنګ څلور نور ولسي وګړي ټپيان کړل.

د ننګرهار هوايي ډګر ته نېږدې په  بهسودو ولسوالۍ کې تېره شپه څو توغنديزو بريدونو د دوه ماشومانو د وژلو ترڅنګ څلور نور ولسي وګړي ټپيان کړل.

د بهسودو امنيې قومندان علم خان کليد ته وويل، د دې ولسوالۍ د خوشکنبد د قلعه رېګي سيمې پر ولسي سيمو  تېره شپه  يوولس بجې دوه توغندي ولګېدل ، چې د يوې کورنۍ دوه ماشومان يې ووژل او د دوو نورو ماشومانو په ګډون يې د هغوى مور او يو بل ولسي وګړى ټپيان کړل.

د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون نوکريوال ډاکټرناصر بيا کليد ته وويل، چې پېښې دوه ماشومان وژلي او د څلورو ټپيانو له ډلې يې درې لاهم په روغتون کې دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه کليد ته وويل ، چې تېره شپه يې څلور توغندي د جلال اباد پر هوايي ډګر توغولي، چې يو شمېر پوځي سيمې يې سوزولي.

په هوايي ډګر کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې بيادا خبره رد کړه.

دا لومړى ځل نه دى، چې هوايي ميدان ته څېرمه سيمو كې د ورته بريدونو پرمهال ولسي خلکو ته زيان رسيږي، تردې پخوا هم ګڼې داسې پېښې شوي ، چې د ولسي خلکو له کلکې غندنې او غبرګون سره مخ شوي دي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA