د جون شلمه چې د كډوالو لپاره ځانګړې شوې ده، له لسو كالو راهسې په ټوله نړۍ كې د ملګرو ملتونو او دولتوتو لخوا لمانځل كېږي، چې موخه يې د كډوالو ستونزو ته د نړيوالو پام وراړول دي.
د جون شلمه چې د كډوالو لپاره ځانګړې شوې ده، له لسو كالو راهسې په ټوله نړۍ كې د ملګرو ملتونو او دولتوتو لخوا لمانځل كېږي، چې موخه يې د كډوالو ستونزو ته د نړيوالو پام وراړول دي.
اوس مهال په ټوله نړۍ كې شاوخواڅلوېښت ميليونه كډوال شتون لري چې له هغې ډلې دوه اشااريه اته ميليونه يې افغانان دي، چې د نړۍ په نهو شپېتو هېوادونو كې ژوند كوي.
د افغانستان لپاره د كډوالو په چاروكې د ملګرو متلونو استازي ايون مكلود وايي، په تېرو څو كلونو كې پنځه ميلونه افغانان په خپله خوښه له بهرنيو هېوادونو څخه راستانه شوي دي او دا شمېره د افغانستان شل په سلو كې وګړي جوړوي.
ايون مكلود زياته كړه، راستانه شوي كډوال اوس مهال په بېلاٰبېلو برخو كې په كارونو بوخت دي.
د نوموړې په وينا، سږ كال دوى شل زرو كسانو سره د مرستو لپاره تيارى لري، چې په وينا يې هر راستنېدونكي ته به سل امريكايي ډالر وركړل شي.
د دغو كډواليو علتونه تر ډيره اقتصادي ستونزې، ناامني او شخصي دښمنۍ ښودل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


