په كندوز كې د ايساف مطبوعاتي دفتر وايي، چې په ياد ولايت كې د ماين د چاودنې له كبله الماني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په كندوز كې د ايساف مطبوعاتي دفتر وايي، چې په ياد ولايت كې د ماين د چاودنې له كبله الماني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
داخبره په کندوز کې د ايساف دمطبوعاتې چارو مسوول ډګرمن ويبروکړه.
نوموړې زياته کړه، چې نن سهار څه باندې اته بجې المانې سرتيري د ګزمې لپاره د چهاردرې ولسوالۍ لوى سرک سيمې ته تللې وو، چې د سړک د غاړې ماين پرې وچاودېدو او څو عسکر يې ټپيان كړل.
د ويبر په وينا کله، چې له چاودنې وروسته نور عسکر ورغل، يو بل ماين پرې وچاودېدو، چې په هغې كې هم مرګ ژوبله رامنځته شوه، خو نوموړي د مرګ ژوبل كره شمېره په ډاګه نه كړه.
په دغه چاودنه کې يو ټانګ هم ويجاړ شوي دي.
د پېښې پړه لا چا پر غاړه نده اخيستې.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د بدخشان په اورګوچ کې هم د سړک د غاړې په ماين چاودنه كې درې المانې سرتيرې ټپيان شويدي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


