ads

د چپرهار ولسوالۍ پر پوليسو بمي چاودنه شوې

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې نن سهار د پوليسو پر يوې ګزمې بمي چاودنه شوې چې د چارواکو په وينا يو پوليس يې ټپي کړى. د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې نن سهار د پوليسو پر يوې ګزمې بمي چاودنه شوې چې د چارواکو په وينا يو پوليس يې ټپي کړى. د چپرهار ولسوال […]

نویسنده: TKG
30 غبرګولی 1389

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې نن سهار د پوليسو پر يوې ګزمې بمي چاودنه شوې چې د چارواکو په وينا يو پوليس يې ټپي کړى.

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې نن سهار د پوليسو پر يوې ګزمې بمي چاودنه شوې چې د چارواکو په وينا يو پوليس يې ټپي کړى.

د چپرهار ولسوال ميرزا محمد نصرت کليد ته وويل، چاودنه سهاراته بجې له سيمې څخه د پوليسو د يوې ګزمې د تېريدو پرمهال شوې او نور کوم تلفات نه لري.

د نصرت په وينا ګزمه کوونکي پوليس د همدې ولسوالۍ اړوند او  پر خپلو پښو روان وو، چې  له همدې امله ورته کوم مالي زيان هم نه دى اوښتى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه کليد ته د پېښې مسؤليت پرغاړه واخېست او پکې د دوو پوليسو او د ملي امنيت د دوو ځايي کارکوونکو د وژلو دعوه يې وکړه.

خو ځايي چارواكو د تل په څېر د طالبانو دغه دعوه بې بنسټه ګڼلې.

چپرهار، چې له وروستيو راهيسې د ننګرهار يو له ناامنو ولسواليو ګڼل کېږي، پخوا هم پکې ورته ځينې پېښې شوې وې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA