تیاتر

1376
۳۰ غبرګولی ۱۳۸۹

د ځانګو په ډرامو کې د ډرامه ليکنې عناصر


نازو انا: (ویده ده او خوب ویني) بسم الله، بسم الله، (او په وېرېدلي او ستړي اواز غږ کوي) . . . .

سمسور، سمسور !

سمسور: قربان بي بي!

 

په تېر پسې

نازو انا: (ویده ده او خوب ویني) بسم الله، بسم الله، (او په وېرېدلي او ستړي اواز غږ کوي) . . . .

سمسور، سمسور !

سمسور: قربان بي بي!

نازو انا: (په ستړي او وېرېدلي غږ) هله ژر، ژر لږې اوبه راوړه . . .

سمسور: په سترګو

نازو انا: خدایه، خدایه، خدایه ته لوی یې، لویي تالره ده . .. دا ما ډېر عجیب خوب ولید . .. ډیر عجیب . ..

سمسور: ها بي بي، دا دی اوبه واخله . . .

نازو انا: (په ستړي غږ) اوبه . . . رایې کړه !

سمسور: هو بي بي، قربان دې شم . . . دا دي سړې اوبه !

نازو انا: (په سااخیستلو سره) بسم الله . . . (په ستړیا سره د اوبو څښلو افکټ او په مېز باندې د ګیلاس د اېښودلو افکټ ) شکر الحمدلله !

سمسور: (په وارخطایۍ) ولې بي بي؟ قربان دې شم بي بي . . دا رنګ دې ولې زیړ تښتیدلی ؟ . . . .

دا ډیالوګونه ټول له اندېښنو او تشنجونو ډک دي، چې د ډرامې ډرامه ییز اغېز او تاثیر زیاتوي. دا کار یوازې کارپوه او متخصص ډرامه لیکونکي ترسره کولی شي او لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده ښاغلی ننګ یوسفزی هم د پښتو ژبې د داسې مخکښو ډرامه لیکونکو څخه یو نومیالی لیکوال دی.

۶. د ډرامې د پاملرنې وړ موضوع:

د ډرامې د موضوع غوره کول هم د ډرامې د ارزښت په ټاکلواو د لیکوال په پېژندنه کې بنسټیز او اساسي رول لري.

که د ځانګو د ټولګې د ضمير ډرامه ولولو، نو موضوع يې د ډرامې له ډيالوګونو څخه ډېره ښه روښانه کيږي. په دې ډرامه کې ليکوال په فلسفي انداز له خپل ضمير سره په خبرو اترو کې له مينې، غم، غمجنتيا، درد، د ژوند د کړاوونو او اوښکو يادونه کوي او په خپله ليکنه کې خپلو لوستونکو ته د نورو د دردونو د وېشلو، د نورو په غمونو د غمجن کېدلو، د بل په وير د ژړلو او د چا د اسويلو د تسل او ډاډ ګيرنې پيغام ورکوي. لوستونکي د نورو د سر او د انساني کرامت درناوی ته رابولي دا ځکه چې ليکوال په دې عقيده دی چې (( بې پښو ژوند کيږي ولې بې سره ناممکن دی.)).

همدارنګه ليکوال هغوی دې ته هڅوي چې د زړه خبره ونه مني او د خپل ضمير غږ دې واوري چې ليکوال ورته د انسانيت، اخلاقو او شرافت نوم ورکوي او هغه د خلاصون لار  بولي. لیکوال دا هرڅه ضروري بولي او د امن او انساني ورورګلوئ سپارښتنه کوي، د ماديت په ځای د معنوي خوند خبره کوي او دا خوند د خلکو په خدمت، محبت ، خواخوږۍ او د نورو د پاره په قربانۍ کې بولي ، چې د انساني شرف پت وساتل شي، د اشرف المخلوقاتو د لوړ وياړ حق پر ځای شي څو انسان په ژوند کې د ندامت د احساس له ځور او روحي اضطراب څخه په امان کې پاتې شي.

لیکوال د بې رحمیو، ظلمونو، شهیدانو، د قام او وطن د عزت او د آزادۍ په  ډیوې د اېرې کیدو، د قام د مینې، د وطن د پت، د بې وسو وګړو سره د خواخوږۍ، د مینې، د وطن په سپیرو ډاګونو، لوړو غرونو او څپانده سیندونو، د قام د عظمت او لویۍ، د غریب د څیرې ګریوان، د کارګر د تودو خولو، د بزګر د ستړي ځان، د یتیم د تړمو اوښکو او د کونډو د سوو آهونو او اسویلو، د مین د مینې خبرې کوي چې همدا هرڅه د ښاغلی ننګ يوسفزي د ډرامو له وياړه ډک موضوع او منځپانګه جوړوي.

زه د يو کشر په توګه د ښاغلي فاتح الملک ننګ يوسفزي د ډرامو د ځانګو ټولګه د تاريخي ارزښت لرونکو ډرامو يو کتاب بولم او لوستل يې د ډرامې ليکوالانو، ټولنپوهانو او محققينو ته د افغاني ټولنې په پېژندنه او ډرامه لیکنه کې ګټور ارزوم.

پای

 

 

 

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *