ناټو ځواكونه وايي، چې د خوست په موسى خېلو ولسوالۍ كې يې د هوايي او ځمكني بريدونو پرمهال له دېرشو زيات وسله وال وژلي دي، خو وسله والو طالبانو په دې سيمه كې د بهرنيو ځواكونو د يوې چورلكې د غورځولو ادعا كړې.
ناټو ځواكونه وايي، چې د خوست په موسى خېلو ولسوالۍ كې يې د هوايي او ځمكني بريدونو پرمهال له دېرشو زيات وسله وال وژلي دي، خو وسله والو طالبانو په دې سيمه كې د بهرنيو ځواكونو د يوې چورلكې د غورځولو ادعا كړې.
دغلته د ملكي خلكو د مرګ ژوبلې راپورونه هم وركړل شوي.
په جنوب ختيځ زون كې د ناټو ځواكونو مطبوعاتي دفتر وايي ، چې د خوست ولايت په موسى خېلو ولسوالۍ يې د پيل شوو عملياتوپه لړكې د هوايي او ځمكنيو بريدونو په پايله كې پنځه دېرش وسله وال طالبان وژلي دي.
ناټو وايي ، چې په دې جګړه كې دوى ته زيان دى اوښتى.
د خوست چارواكو تراوسه پدې اړه څه نه دي ويلي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بياپه موسى خېلوولسوالۍ كې وژل شوي ټول ملكي وګړي بولي او ترڅنګ يې ادعاكوي، چې موسى خېلو ته نږدې يې د لژې په سيمه كې تېر ماښام د ناټو يوه هليكوپتر ويشتلې او راغورځولى ده.
خو ناټو ځواكونو تراوسه د طالبانو دا ادعا نه ده منلې.
د يوه بل خبر له مخې وسلوالو طالبانو د خوست ښار ختيځ ته د پوليسو يو پخوانى افسر له دوو ملګرو سره وژلى دى.
د خوست امنيې قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزى وايي ، چې پېښه د چولانو په نوم كلي كې شوې او ياد تن دا مهال په دولت كې دنده نه درلوده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په ياده سيمه كې د دريو پوليسو د وژنې مسؤوليت پر غاړه اخېستى.
د خوست د عامې روغتيا مسؤلين وايي، چې له دې پېښې دوى ته څلور ټپيان هم راوړل شوي، چې عام وګړي دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


