ads

پكتيكا كې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي

دولت د ۱۳وسلوالو طالبانو دوژل کېدو او وسلوالو طالبانو په ناټو ځواکونو د ماین د چاودني خبرورکړی. د پکتیکا ولایت دولتي چارواکو د اورګون په ولسوالۍ کې د ۱۳وسلوالو طالبانو د وژل کیدو او په چهاربران ولسوالۍ کې د وسلو او مهماتو د یوه زېرمه د کشف خبر ورکړی.   دولت د ۱۳وسلوالو طالبانو دوژل […]

نویسنده: TKG
29 غبرګولی 1389

دولت د ۱۳وسلوالو طالبانو دوژل کېدو او وسلوالو طالبانو په ناټو ځواکونو د ماین د چاودني خبرورکړی.

د پکتیکا ولایت دولتي چارواکو د اورګون په ولسوالۍ کې د ۱۳وسلوالو طالبانو د وژل کیدو او په چهاربران ولسوالۍ کې د وسلو او مهماتو د یوه زېرمه د کشف خبر ورکړی.

 

دولت د ۱۳وسلوالو طالبانو دوژل کېدو او وسلوالو طالبانو په ناټو ځواکونو د ماین د چاودني خبرورکړی.

د پکتیکا ولایت دولتي چارواکو د اورګون په ولسوالۍ کې د ۱۳وسلوالو طالبانو د وژل کیدو او په چهاربران ولسوالۍ کې د وسلو او مهماتو د یوه زېرمه د کشف خبر ورکړی.

خو وسلوالوطالبانو په مټاخان ولسوالۍ کې د ناټو په یوه ټانګ د ماین د چاودني ادعا کړي.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان په دې اړه کلید ته وویل، چې نا ټو او افغان ځواکونو د اورګون ولسوالۍ د پښتۍ درې د ژندرۍ په سیمه کې د دوو هوایي بریدونو په ترڅ کې  ۱۳ وسلوال وژلي دي .

د افغان په خبره، لومړی برید د سهار په څلورو بجو او دويم برید د ورځي په لسو بجو شوی، چې په وينا يې ۱۳ تنه پکښې وژل شوي چې ۱۲ تنه یې بهرني اتباع او یو تن یې افغان وسلوال طالب دی .

نوموړي دا هم وویل، چې د دې تر څنګ ناټو او افغان ځواکونو د چهاربران په ولسوالۍ کې د وسلو یوه زېرمه کشف کړې، چې زیات شمېر وسلې اومهمات پکښې ترلاسه شوي دي.

سیمه يیزو خلکو او طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو د وسلوالو طالبانو سیمه يیز ویاند ډاکتر عبدالوکیل مبارز بیا وايي، چې د جمعې د ورځي د مازیګر د څلورو بجو په شاوخواکې یې د مټاخان ولسوالۍ اړوند د ابراهیمزو په سیمه کې د ناټو ځواکونو یو ټا نګ په ماین الوزولی او ټول سپاره کسان یې پکې وژلي دي .

ناټو ځواکونو د طالبانو کړې دعوه رد کړي ده .

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم ناټو، دولت او وسلوالو طالبانو یو او بل ته د مرګ ژوبلو اړولو دعوې کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA