ولسي جرګې وروسته له يوې اونۍ بيا په چوپتيا، خاموشۍ حكومت ته د پاتې كابينې، د هېواد سياسي كرښې د معرفي كېدو او د بېړني حالت د كمېټې د رئيس استاد كريم خليلي په تمه خپله عمومي غونډه تېره كړه.
ولسي جرګې وروسته له يوې اونۍ بيا په چوپتيا، خاموشۍ حكومت ته د پاتې كابينې، د هېواد سياسي كرښې د معرفي كيدو او د بېړني حالت د كمېټې د رئيس استاد كريم خليلي په تمه خپله عمومي غونډه تېره كړه.
ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډه د وكيلانو په تندو لهجو پيل شوه او ويل يې، چې ژر ترژره دې د هېواد سياسي كرښې دوي ته د تصويب لپاره ولېږل شي او پاتې كابينه دې د باور رايې لپاره وروپېژندل شي.
همدا راز دوى غوښتنه لرله چې د بيړني حالت د كمېټې رئيس استاد كريم خليلي دې د ورستېو طبعي پېښوسره د مبارزې او د يادې كمېټې د راتلونكو تياريو په هكله ولسي جرګې ته معلومات وركړي.
وكيلانوويل چې ددوي كاري اعتصاب اواحتجاج به تر هغې دوام ولري ترڅو د دوي قانوني غوښتنې نه وي منل شوي.
دا په داسې حال كې ده، چې حكومت د ولسي جرګې د غوښتنو له جملې څخه يواځې يوې غوښتنې ته، چې د اساسي قانون پر تطبيق د څار د كميسيون معرفي كول و رايه وركړه اوبس ، پاتې نورو هغو ته يې لا مثبت ځواب ندى ويل شوى.
دا چې ولسي جرګې پاتو غوښتنو ته به حكومت مثبت ځواب ووايي او كنه دا به په نژدې راتلونكي كې څرګنده شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


