ads

ننګرهار كې سېلابونو ۹ تنه ووژل

چارواكي وايي د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د تېرې شپې د راغليو سېلابونو له كبله نهه تنه مړه شوي دي . په ختيځو ولايتونو کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مطبوعاتي مسؤل شکر الله احساس رسنيو ته وويل، چې تېره ورځ په حصارک ولسوالۍ کې سخت بارانونه شوي وو .   […]

نویسنده: TKG
29 غبرګولی 1389

چارواكي وايي د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د تېرې شپې د راغليو سېلابونو له كبله نهه تنه مړه شوي دي . په ختيځو ولايتونو کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مطبوعاتي مسؤل شکر الله احساس رسنيو ته وويل، چې تېره ورځ په حصارک ولسوالۍ کې سخت بارانونه شوي وو .

 

 

 

چارواكي وايي د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د تېرې شپې د راغليو سېلابونو له كبله نهه تنه مړه شوي دي .

په ختيځو ولايتونو کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مطبوعاتي مسؤل شکر الله احساس رسنيو ته وويل، چې تېره ورځ په حصارک ولسوالۍ کې سخت بارانونه شوي وو . چې له كبله يې راغليو سېلابونو د حصارک د ګنج خېل په سيمه کې د يوې پېغلې په ګډون نهه تنه مړه کړي او شپږ يې ټپيان کړي دي.

د احساس په وينا، ټپيان په ځايي کلينيک کې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل ښودل شوى دى .

د حصارک ولسوال معلم معشوق ويلي، چې سېلابونو ١٢ کسان ټپيان کړي دي .

نوموړى وايي، چې د سېلابونو له امله ١٠٠ څاروي هم مړه شوي، ١٦٠ جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه او ١٢ کوچني کلي زيانمن شوي دي .

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي وايي، چې والي ګل اغا شېرزي د حصارک ولسوال ته امر کړى، چې د زيانونو په اړه دقيق راپور ورکړي.

د هغه په وينا، دوى بېړنۍ مرستې په لاس کې لري او له کره راپور ترلاسه کولو وروسته به ژر تر ژره سيمې ته مرستې ولېږي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA