د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له كبله د ملي اردو دوه سرتېري او دوه عام وګړي ټپيان شول. د ياد ولايت د والي وياند داوود احمدي رسنيو ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار د يوه موټر سايکل په وسيله د ګرمسېر د لکړۍ په سيمه کې يوه بازار ته څېرمه شوې ده.
د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له كبله د ملي اردو دوه سرتېري او دوه عام وګړي ټپيان شول.
د ياد ولايت د والي وياند داوود احمدي رسنيو ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار د يوه موټر سايکل په وسيله د ګرمسېر د لکړۍ په سيمه کې يوه بازار ته څېرمه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتېري او دوه عام وګړي ټپيان شوي او څوک وژل شوي نه دي.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي ويلي، چې دا ځانمرګى بريد، د حافظ عبدالله په نامه د يوه طالب له خوا ترسره شوى دى.
نوموړي ادعا کړې، چې په دې بريد کې يې د ملي اردو او پوليسو ١٣ سرتېري وژلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


