ads

پكتيكا كې پر ناټو ځواکونو چاودنې

د پکتيکا ولايت د مټاخان ولسوالۍ د ابراهيمزو، ملايانو او کوتېخېلو په سيمو کي په ناټو ځواکونو چاودنې شوي. د پکتيکا ولايت د مټاخان ولسوالۍ د ابراهيمزو، ملايانو او کوتېخېلو په سيمو کي په ناټو ځواکونو چاودنې شوي. ناټو ځواکونو په مټاخان کې د دوو او په يحي خېل ولسوالۍ کې د يوې چاودنې پخلى […]

نویسنده: TKG
27 غبرګولی 1389

د پکتيکا ولايت د مټاخان ولسوالۍ د ابراهيمزو، ملايانو او کوتېخېلو په سيمو کي په ناټو ځواکونو چاودنې شوي.

د پکتيکا ولايت د مټاخان ولسوالۍ د ابراهيمزو، ملايانو او کوتېخېلو په سيمو کي په ناټو ځواکونو چاودنې شوي.

ناټو ځواکونو په مټاخان کې د دوو او په يحي خېل ولسوالۍ کې د يوې چاودنې پخلى کړى، خو ويلي يې دي، چې دوي ته پکي زيان نه دي اوښتي.

د وسله والو طالبانو سيمه ييز وياند ډاکټر عبدالو کيل مبارز وايې، چې په يادو سيمو کي يې د ناټو درې ټانکونه ويجاړ کړي او سپاره کسان يې پکي وژلي دي.

د دې ډلي يوبل وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايې، چې په يحي خېلو کې يې هم د ناټو ځواکونو يو ټانک په ماين الوزولى او څلور تنه يې پکې وژلي دي.

ناټو ځواکونو بيا دغه شوي دعوې رد کړي او ويلي يې دي چې درې واړه چاودنې د دوى د موټرو د تېريدو په حال کې شوي، چې دوي ته پکي هيڅ مالي او ځاني زيان نه دي رسېدلي.

د يادونې وړ ده، چې تردې وړاندې هم په ياده لويه لاره د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي .

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA