د پکتيکا ولايت د مرکز ښرنې او ورګون په لويه لاره د سر روضې ولسوالۍ د دوورايي او پړاو سيمو تر منځ د همدې لويې لاري د سرک جوړونې په امنيتي ساتونکو يا سکوټ ځواکونو بريد شوي.
د پکتيکا ولايت د مرکز ښرني او ورګون په لويه لاره د سر روضې ولسوالۍ د دوورايي او پړاو سيمو تر منځ د همدې لويې لاري د سرک جوړونې په امنيتي ساتونکو يا سکوټ ځواکونو بريد شوي.
د پکتيکا ولايت د والي وياند مخلص افغان د دې خبري د پخلي پرمهال کليد ته وويل، چې په ياده شوې سيمه کې د سکوټ او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې، چې د افغان په خبره، په دې نښته کي د يادې کمپنۍ يو تن ساتونکى ټپي شوى او يو تن طالب وژل شوى دى.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايې، چې په دې بريد کي يې د سکوټ د ځواکونو څلور موټره ويجاړ کړي او لس تنه يې وژلي دي.
د مجاهد په خبره، د يادې سيمې په يوبل بريد کې يې د دې شرکت ۳ درې نور د کار موټرونه هم سوځولي او يو شمېر کار کوونکي يې له ځان سره بيوولي دي.
خو دولتي چارواکو د طالبانو له لوري شوې دواړه دعوې رد کړي او ويلي يې دي، چې په بريد کي يوازي يو ساتونکي ټپي شوي دي.
د يادوني وړده، چې په ياده شوې لويه لاره له دې ړاندي هم ورته مخامخ بريدونه شوي دي .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


