د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ پر ودانۍ نن سهار شپږ بجې ځانمرګى بريد وشو، چې له كبله يې د پوليسو په ګډون اته تنه ټپيان شوي دي.
د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ پر ودانۍ نن سهار شپږ بجې ځانمرګى بريد وشو، چې له كبله يې د پوليسو په ګډون اته تنه ټپيان شوي دي.
د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ دامنيت آمر جنرال نوروز علي كليد ته وويل ،چې ځانمرګى بريد د ولسوالۍ د ودانۍ په نظام قرول کې د سهار په شپږو بجو وشو.
هغه زياته کړه، چې ځانمرګي بريد کوونکي ودانۍ ته د ننوتلو هڅه کوله، چې د پوليسو له خوا يې مخه ونيول شوه، خو هغه ځان والوځاوه.
دى وايي، په چاودنه کې د دوو افسرانو په ګډون درې پوليس او پنځه عام وګړي ټپيان شوي او اته رېنجر موټر له منځه تللي دي .
داندړو ولسوال الله داد حليمي وويل، چې ځانمرګى بريد کوونکى د پوليسو په هغه رېنجر موټر کې راغلى و، چې څه موده کېږي طالبانو له پوليسو نيولى و .
دى وايي، چې د ولسوالۍ د ودانۍ په دروازه کې پوليسو پر هغه له پېژندلو وروسته ډزې کړي او ځانمرګي بريد کوونکي ځان الوځولى دى .
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې بريد د عبدالرحمن په نامه د غزني يوه طالب د رېنجر موټر په وسيله ترسره کړى دى
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

