ads

څه کم درېيو مياشتو كې ۳۷ ولسي وګړي وژل شوي

د بشري حقونو خپلواک کمېسون وايي د ختيځ په درېيو ولايتونو کې له څه کم درېيو مياشتو راهيسې اووه دېرش ولسي وګړي وژل شوي ، چې د يوويشتو پړه يې د دولت پلوو ځواکونو پرغاړه ده.     د بشري حقونو خپلواک کمېسون وايي د ختيځ په درېيو ولايتونو کې له څه کم درېيو مياشتو […]

نویسنده: TKG
26 غبرګولی 1389

د بشري حقونو خپلواک کمېسون وايي د ختيځ په درېيو ولايتونو کې له څه کم درېيو مياشتو راهيسې اووه دېرش ولسي وګړي وژل شوي ، چې د يوويشتو پړه يې د دولت پلوو ځواکونو پرغاړه ده.

 

 

د بشري حقونو خپلواک کمېسون وايي د ختيځ په درېيو ولايتونو کې له څه کم درېيو مياشتو راهيسې اووه دېرش ولسي وګړي وژل شوي ، چې د يوويشتو پړه يې د دولت پلوو ځواکونو پرغاړه ده.

په ختيځ کې د دې کمېسون ځايي مشر ډاکټر رفيع الله بيدار نن په جلال اباد کې دا هم وويل ، چې د ختيځ بل ولايت نورستان ته يې لا له اتو کلونو راهيسې کار او فعاليت نه دى رسېدلى.

بيدار د بهرنيو ځواکونو  خپلسرو عملياتو ترڅنګ په ننګرهار کې د  دولتي ځمکو د غصب پرسر وسله والې جګړې هم د ولسي تلفاتو د زياتيدو لامل وباله او ننګرهار ولايتي اداره يې د دې جګړو په مخنيوي کې د ناکامۍ ترڅنګ  په لاس لرلو هم تورنه کړه.

د بشري حقونو ځايي ادارې همدا شان  د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په کشک سيمه کې د بهرنيو عملياتو پرمهال وژل شوي لس تنه ټول ولسي خلک وبلل  او ويې ويل د کره شواهدو په لرلو يې دا موضوع تر څېړنې لاندې ده.

له درېيو مياشتو په کمه موده کې د ختيز په درېيو ولايتونو کې د دې ولسي وژنې خبره په داسې مهال کېږي ، چې له وروستيو راهيسې په دې زون کې امنيتي وضعيت مخ په خرابيدو دى،يو شمېر څارونکي که څه هم دا د چارواکو د کمزوري والي له امله ګڼي خو چارواکي بياله نوم اخېستو پرته د دې پېښو پړه پر ځينو کړيو اچوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA