ads

په غزني ښار كې پنځه پوليس ووژل شول

وسله والوطالبانو تېره شپه د غزني ښار د دوهمې  امنيتي  حوزې  دګنج په امنيتي پوستې بريدكړى او پنځه پوليس يې وژلي دي. د دې ولايت د امنيت امر او د امنيه قوماندانۍ سرپرست جنرال نوروز علي كليد ته وويل، بريد د يوه پوليس لخوا شوى، چې له طالبانو سره يې اړيکې لرلې.     وسله […]

نویسنده: TKG
25 غبرګولی 1389

وسله والوطالبانو تېره شپه د غزني ښار د دوهمې  امنيتي  حوزې  دګنج په امنيتي پوستې بريدكړى او پنځه پوليس يې وژلي دي.

د دې ولايت د امنيت امر او د امنيه قوماندانۍ سرپرست جنرال نوروز علي كليد ته وويل، بريد د يوه پوليس لخوا شوى، چې له طالبانو سره يې اړيکې لرلې.

هغه وويل، هغه كس ،چې پوليس يې وژلي په ټپي حالت کې د پوليسو لخوا نيول شوى، خو په دې پوسته کې شته  ټولې وسلې او مهمات طالبانو له ځان سره وړي دي.

جنرال نوروز علي وايي، چې نيول شوى ټپي كس  په روغتون کې تر درملنې لاندې دى، چې وروسته به ترې پلټنې پيل شي.

د ګنج امنيتي پوسته د غزني ښار شمال لوېديځ لور ته په نږدې اته کيلومترۍ کې پرته ده.

وسله والو طالبانو د ګنج د پوستې د نيولو او شپږو پوليسو د وژلو مسووليت  پر غاړه اخيستى.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ په ننګرهار كې هم پردوو ولسواليو د طالبانو بريدونه شوي، چې دواړه غاړې يې يو بل ته د مرګ ژوبلې اعاوې كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA