په سرپل ولايت كې د وسله والو طالبانو او افغان ځواكونو ترمنځ نښته كې د ملي اردو يو سرتېرى مړ او دوه نور هغه ټپيان شول.
په سرپل ولايت كې د وسله والو طالبانو او افغان ځواكونو ترمنځ نښته كې د ملي اردو يو سرتېرى مړ او دوه نور هغه ټپيان شول.
د سرپل ولايت امنيه قوماندان لوى پاسوال محمد بلال نيرم د ټليفون په ليكه كليد ته وويل، چې د ملي اردو او ملي پوليسو پر ګډه ګزمه، چې د صياد ولسوالۍ په اولنګ دره كې د بېرته راتګ په حال كې وو، د طالبانو له يوه كمين سره مخ شول، چې په ترڅ كې يې د ملي اردو يو عسكر مړ او دوه نور ټپيان شول.
د ده په وينا په بريد كې ملي پوليسو ته هيڅ زيان دى اوښتى.
وسله والو طالبانو رسنيو ته ويلي، چې په دغه پېښه كې يې پنځه بهرني او درې د ملي اردو عسكر وژلي او يو شمېره وسلې او مهمات يې له ځانه سره وړي دي.
خو دولتي چارواكو د دوى دغه ادعا په كلكه رد كړې ده.
د سرپل ولايت د افغانستان په شمال كې يو له ارامو هغو څخه شمېرل كېږي، خو په دې وروستيو كې وسله والو طالبانو پكې خپل فعاليتونو ته زور وركړى دى، چې د ياد ولايت د امنيه قومندان بلال نيرم په وينا په دې وروستيو كې نږدې ۷۰فيصده نارامه شوى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


