د ښرنې او یوسف خېل په لویه لاره د سرک دغاړي دوه بمې چاودنې شو دي، چې د وسلوالو طالبانو په وينا پكې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې، خودولتي چارواکو دطالبانو له لوري شوې دعوه ردکړې ده.
د ښرنې او یوسف خېل په لویه لاره د سرک دغاړي دوه بمې چاودنې شو دي، چې د وسلوالو طالبانو په وينا پكې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې، خودولتي چارواکو دطالبانو له لوري شوې دعوه ردکړې ده.
د پکتیکا د والی ویاند مخلص افغان د دې چاودنو د پخلي ترڅنګ کلید ته وویل، چې چاودنې مخکي له دې، چې د پولسو موټر د پېښي ځای ته ورسېږي رامنځته شوې، چې له كبله یې هېچاته زیان نه دی اوښتی.
خو د وسلوالو طالبانو سیمه يیز ویاندعبدالوکیل مبارز دعوه وکړه او ویې ویل، چې په یاده سیمه کې یې لومړۍ چاودنه د پولسو پر یوه رېنجرموټر او دويمه یې د پولیسو پر پلي ګزمه کړې ده.
د مباریز په خبره په دې چاودنو کې د پولیسو د یوه رېنجرموټرتر ويجاړېدو سربېره پنځه پولیس وژل شوي او شپږ نور هغه ټپیان شوي دي.
د یادوني وړده، چې د سیمي خلکو هم بیا په یاده سیمه کې د چاودنو پخلی کړی، خو د زیان د اوښتواو یانه اوښتو په اړه یې ناخبري وښوده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


