ads

ننګرهار كې د دولت او طالبانو ترمنځ نښتې

د ننګرهار په خوګياڼو او شېرزادو ولسواليو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ بېلا، بېلې جګړې شوي، چې دواړه غاړې پکې د خپلو بريو دعوې لري. د ننګرهار په خوګياڼو او شېرزادو ولسواليو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ بېلا، بېلې جګړې شوي، چې دواړه […]

نویسنده: TKG
25 غبرګولی 1389

د ننګرهار په خوګياڼو او شېرزادو ولسواليو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ بېلا، بېلې جګړې شوي، چې دواړه غاړې پکې د خپلو بريو دعوې لري.

د ننګرهار په خوګياڼو او شېرزادو ولسواليو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ بېلا، بېلې جګړې شوي، چې دواړه غاړې پکې د خپلو بريو دعوې لري.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه په ټليفون کليد ته وويل ، چې د دوشنبې په مازېګر يې شېرزاد ولسوالۍ تر يوه درانه بريد وروسته له افغان ځواکونو څخه نيولې او په جګړه کې د دوى درې وسله وال ټپيان شوي او ديارلس افغان سرتېري وژل شوي.

مجاهد دغه راز د خوګياڼو ولسوالۍ په هاشم خېلو سيمه کې پر بهرنيو ځواکونو د يوه بريد دعوه هم وکړه او ويې ويل، د دوو ټانګونو او يو پوځي موټر پر ويجاړولو سربېره يې شپږ امريکايي پوځيان وژلي او پينځه نوريې ټپيان کړي.

په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې په خوګياڼوکې پرخپل کاروان بريد تاييد کړ، او زياته يې كړه، چې ترې وروسته دوى هم پر وسله والو طالبانو هوايي او ځمکني بريدونه کړي، خو يادو ځواكونو د تلفاتو په اړه څه ونه ويل.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور د شېرزادو جګړه له نورو جزياتو پرته تاييد او پکې د ولسوالۍ سقوط ردکړ.

هغه دغه راز په خوګياڼوکې پر بهرنيو ځواکونو چاودنه هم له نورو معلوماتو پرته ومنله.

د يادو ګاونډيو ولسواليو يو شمېر استوګنو هم کليد سره خبرو کې د دولت له واکه د شېرزادو وتل رد کړل.

دا دواړه ولسوالۍ د ننګرهار له تر ټولو ناامنو ولسواليو دوه دي،هلته پخوا هم ورته پېښې شوي ، چې ډېرځله يې حکومتي چارواکو له منلو ډډه کړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA