د هېواد د ۱۳۸۹ كال د بدن جوړونې قهرمان او د ياد ولايت د بدن جوړنې فدراسيون رئيس محمد عارف سخي تېره شپه په مزار شريف كې د زړه د حملې له كبله له دې نړۍ سترګې پټې كړې
د هېواد د ۱۳۸۹ كال د بدن جوړونې قهرمان او د ياد ولايت د بدن جوړنې فدراسيون رئيس محمد عارف سخي تېره شپه په مزار شريف كې د زړه د حملې له كبله له دې نړۍ سترګې پټې كړې
د ياد فدراسيون د فرهنګي چارو كاركونكي سيد محمد يزدانپرست چې د محمد عارف سخي له نږدې خپلوانو څخه دى، كليد ته وويل چې، نوموړي د شپې په يوه بجه د زړه د ناڅاپي حملې له كبله له دې فاني نړۍ رحلت وكړ.
د يزدانپرست په وينا، ښاغلي سخي تر دې وړاندې هيڅ ډول ناروغي نه لرله.
نوموړي زياته كړه چې تر دې دمه د ښاغلي سخي د مړينې علت سم نه دى څرګند، خو په وينا يې څېړنې پيل شوي، تر څو يې د مړينې اصلي علت په ډاګه شي.
محمد عارف سخي د هېواد له وتليو بدن جوړونكو څخه يو و، چې څو ځله يې په دې برخه كې د سرو زرو مډالونه هم تر لاسه كړي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


