د ټاکنو خپلواک کمېسون د دې ترڅنګ، چې د ننګرهار د پينځو ولسواليو پر امنيتي وضعيت اندېښمن دى، وايي که ترپارلماني ټاکنو هلته امنيت ښه نه شي نو په دې سيمو کې به د رايه اچونې چاره ترسره نه شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسون د دې ترڅنګ، چې د ننګرهار د پينځو ولسواليو پر امنيتي وضعيت اندېښمن دى، وايي که ترپارلماني ټاکنو هلته امنيت ښه نه شي نو په دې سيمو کې به د رايه اچونې چاره ترسره نه شي.
په ننګرهار کې د دې کمېسون عمومي مشر ډاکټر احمدولي امين کليد راډيو ته په يوه ځانګړې مرکه کې د ياد ولايت حصارک، شېرزاد، خوګياڼو، دوربابا او نازيان هغه سيمې يادې كړې، چې په وينايې که امنيتي وضعيت يې راښه نه شي، نو دوى به پکې د ټاکنو له ترسراوي تېرشي.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور هم کليد ته په يوه مرکه کې د دې ولايت امنيتي ستونزې ومنلې، خو ويې ويل، په پينځو ولسواليو کې نه بلکې په درېيو کې پرټاکنيزو سيمو د بريدونو اندېښنه لري.
دغه امنيتي چارواکي دغه راز وويل، چې د دې امنيتي ستونزو د ختمولو هلې،ځلې کوي.
په ننګرهار کې ټاکنيز چارواکي دا خبره په داسې مهال کوي، چې د نېږدې کېدونکو پارلماني ټاکنو لوى توپېر له تېرو هغو څخه په امنيتي چاپېريال کې د درغليو مخنيوى ښودل شوى
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


