د ننګرهار والي يو شمېر کړۍ له نوم ښودلو پرته د دې ولايت په وروستيو ناامنيو کې په لاس لرلو تورنوي او وايي د ځمکو پرسر وروستۍ وسله والې نښتې هم د همدوى په مرسته د امنيتي وضعې د خرابوالي په نيت کېږي.
د ننګرهار والي يو شمېر کړۍ له نوم ښودلو پرته د دې ولايت په وروستيو ناامنيو کې په لاس لرلو تورنوي او وايي د ځمکو پرسر وروستۍ وسله والې نښتې هم د همدوى په مرسته د امنيتي وضعې د خرابوالي په نيت کېږي.
ګل آغاشېرزي دا خبره کليد ته په يوه ځانګړې مرکه کې وروسته تر هغې وکړه ، چې د تېرې جمعې پرورځ د يوې دولتي دښـتې پرسر يوې قومي جګړې شاوخوا دېرشو تنو ته مرګ،ژوبله واړوله.
والي شېرزي دا هم وويل ، چې د دغې نښتې په تور يې پوليسو شاوخوا پنځوس تنه بنديان کړي او د نور هغو خلکو پر وړاندې به هم جدي غبرګون ښيى ، چې د ځمکو پرسر لانجو ته لمن وهي.
ننګرهار والي د کليد د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د ځمکو غصب کې د ده او نورو چارواکو د لاس لرلو دعوه څومره پر ځاى ده؟ له څه ويلو ډډه وکړه.
ګل آغاشېرزي يو ځل پخوا هم کليد ته په مرکه کې ورته خبرې کړې وې ، چې د تورنو كسانو نوم نه ښودنې پر وړاندې يې د ځينو خلکو نيوکې راپارولې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


