په ختيځ زون كې د امريكايي سرتېرو د پخوانۍ دوه اتيايمې فرقې پر ځاى نوې ۱۰۱مه فرقه ځاى پر ځاى شوه، چې نږدې ۲۵۰۰۰ سرتېري لري.
په ختيځ زون كې د امريكايي سرتېرو د پخوانۍ دوه اتيايمې فرقې پر ځاى نوې ۱۰۱مه فرقه ځاى پر ځاى شوه، چې نږدې ۲۵۰۰۰ سرتېري لري.
د يوسلو يوېيمې فرقې عمومي قومندان تورن جنرال كمپ بل خبريالانو ته وويل، چې دغه پنځه ويشت زره امريكايي سرتيري به نه يواځې په ختيځ زون كې په دندو بوخت وي بلكې د افغانستان په يو شمېر مركزي سيمو كې به هم ځاى پرځاى شي.
كمپ بل زياته كړه، نوموړي سرتيري به د افغان امنيتي ځواكونو په روزنه، د ولايتي بيارغونې او په نورو برخو كې له افغان دولت سره هر اړخيزې مرستې وكړي.
نوموړي زياته كړه، امريكايي سرتيري به ختيځ زون كې د يوكال لپاره پاتې شي او بيا به نور سرتيري د هغوى پرځاى وګمارل شي.
د يادولو وړده، چې د امريكا په مشرۍ د ايتلافي ځواكونو شمېره شاوخوا يوسلو دېرش زرو څخه اوړي، چې ډيرى يې د افغانستان په ناامنوسيمو كې د ترهګرۍ سره په جګړه بوخت دى.
دغه راز امريكا د نورو هېوادونو په پرتله د افغانستان له لومړيو مرسته كوونكو هېوادونو څخه يو دى، چې د نظامي برخو سربيره په ملكي برخوكې يې هم مرستې كړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


