ads

په جلال اباد كې اورلګېدنې پنځه تنه ټپيان كړل

د جلال اباد په يوه مارکېټ كې درنې اورلګېدنې د سلګونو دوکانونو د سيزلو ترڅنګ پينځه ولسي وګړي ټپيان کړل. دا اورلګېدنه چې تېرماښام اوه نېمې بجې رامنځته شوه، عيني شاهدان يې علت د جنريټري برېښنا خرابوالى ګڼي.   د جلال اباد په يوه مارکېټ كې درنې اورلګېدنې د سلګونو دوکانونو د سيزلو ترڅنګ پينځه […]

نویسنده: TKG
23 غبرګولی 1389

د جلال اباد په يوه مارکېټ كې درنې اورلګېدنې د سلګونو دوکانونو د سيزلو ترڅنګ پينځه ولسي وګړي ټپيان کړل. دا اورلګېدنه چې تېرماښام اوه نېمې بجې رامنځته شوه، عيني شاهدان يې علت د جنريټري برېښنا خرابوالى ګڼي.

 

د جلال اباد په يوه مارکېټ كې درنې اورلګېدنې د سلګونو دوکانونو د سيزلو ترڅنګ پينځه ولسي وګړي ټپيان کړل.

دا اورلګېدنه چې تېرماښام اوه نېمې بجې رامنځته شوه، عيني شاهدان يې علت د جنريټري برېښنا خرابوالى ګڼي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياعبدالزي کليد ته  وويل، چې د چپلکو او قالينو مارکېټ کې دې اورلګېدنې سلګونه دوکانونه سيزلي او دوه ولسي وګړي يې ټپيان کړي.

هغه د اور وژونې ادارې لخوا د اور کابوکولو خبر هم ورکړ، خو پېښه كې د مالي تلفاتو کره شمېره روښانه نه كړه.

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون د جراحۍ ډاکټر يعقوب شينواري کليد ته وويل، چې دوى ته پينځه ټپيان وروړل شوي چې د يوه روغتيا د اندېښنې وړده.

دغه اورلګېدنه چې له  وروستيو راهيسې په جلال اباد کې د خپلې بڼې بېسارې پېښه ده، يو شمېر ولسي وګړي يې په مخنيوي کې حکومت ځکه پاتې ګڼي چې په وينايې د اوروژنې لازمې اسانتياوې يې نه دي برابرې کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA