د ننګرهار امنيې قومندان او د يو شمېر نادولتي رسنيو خبريالان نن په هغه خبري ناسته کې په ناندريو واوښتل چې د ناقانونه وسلو راټولو يا ډاياک پروګرام ته د څه باندې سل ميله سپکو او درنو وسلو د سپارل کېدو خبره پکې کېده.
د ننګرهار امنيې قومندان او د يو شمېر نادولتي رسنيو خبريالان نن په هغه خبري ناسته کې په ناندريو واوښتل چې د ناقانونه وسلو راټولو يا ډاياک پروګرام ته د څه باندې سل ميله سپکو او درنو وسلو د سپارل کېدو خبره پکې کېده.
امنيه قومندان جنرال ايوب سالنګي پخپله خبري ناسته کې وويل، چې يو شمېر ناقانونه وسله والو ډلو ورته پخپله خوښه يوسل اته وېشت ميله بېلا، بېلې وسلې سپارلي.
د سالنګي له خبرو وروسته يو شمېر خبريالانو ترې د ننګرهار پر وروستيو امنيتي پېښو پوښتنې پيل کړې، چې په ځواب کې يې کېدونکې خبرې خبريالانو خپل سپکاوى وباله.
د ختيزې سيمې د ازادو ليکوالو اوژونالېستانو د خپلواکې ټولنې مشر استاد لال پاچا ازمون په يوه جلا خبري ناسته کې پر امنيې قومندان کلکې نيوکې وکړې او ويې ويل چې، امنيه قومندان يې ددې پوښتنو په ځواب كې ويلي و، چې پوښتنې مو غير مسلكي دي او تاسې نشى كولاى دا ډول پوښتنې وكړئ.
ازمون زياتوي چې دوى د پوښتنې حق لري او چارواكي د ځواب وركولو، نه دا چې ووايي، تاسې دا پوښتنه وكړئ او ده مه كوئ.
امنيې قومندان، بيا د خبريالانو تر دې نيوکو وروسته په دې اړه له خبرو ډډه وکړه.
ننګرهار د هېواد يوازينى سيمه نه ده چې د وينا خپلواکۍ د شعار په شتوالي کې يې خبريالان او چارواکي په لفظي ناندريو اوړي.
دا د هېواد په کچه يوه له هغو چارو ده چې رسنۍ يې خپله يوه لويه ستونزه ګڼي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


