د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې د ايښود شوي ماين په چاودنه كې دوه الماني عسکر ټپيان شول.
د چاردرې ولسوال عبدالواحدعمرخېل کليد ته په خبرو کې وويل، چې نن لس بجې د يادې ولسوالۍ د خواجه کفتر په سيمه کې د المانې ځواکونو پر
د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې د ايښود شوي ماين په چاودنه كې دوه الماني عسکر ټپيان شول.
د چاردرې ولسوال عبدالواحدعمرخېل کليد ته په خبرو کې وويل، چې نن لس بجې د يادې ولسوالۍ د خواجه کفتر په سيمه کې د المانې ځواکونو پر زغروال ټانګ چاودنه رامنځ ته شوه چې په نتيجه کې يي دوه تنه المانې سرتيرې ټپيان شول او يوعراده ټانګ هم زيانمن شوى دى.
نوموړي زياته کړه، چې د پيښې ټپيان د تداوي په موخه د هليكوپتر پواسطه هوايي ډګر ته انتقال شويدي.
په کندوز ميشت دايساف ځواکونو دمطبوعاتو مسوول ډګرمن ويبرکليد دپيښې دتاييد ترڅنګ زياته کړه، چې چاودنه نن سهار 9 او40 دقيقې رامنځ ته شوې ده، چې په نتيجه کې يې دوه تنه ټپيان شول.
خو له بل لورې د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا کليد ته ويلې، چې دغه چاودنه د چاردرې ولسوالۍ د شاه غاسې په سيمه كې د دوي ملګرو له خواترسره شوى، چې په وينا يې، په کې 5 تنه بهرنې عسکر وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د زاخيلو په کلي کې د امريکاييانو پر يوه ټانګ د سړک د غاړې ماين وچاوده چې په نتيجه کې يي يو امريکايي سرتيرې ووژل شو او3 نورټپيان شول.
په دې پېښه وسلوالو طالبانو د 6 امريکايي سرتيرو د وژلوخبره کوله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


