په كابل كې د ښځو چارو وزارت لخوا د ياد وزارت په تالار كې د مور نړيواله ورځ د يوې پراخې غونډې په ترڅ كې ولمانځل شوه.
په كابل كې د ښځو چارو وزارت لخوا د ياد وزارت په تالار كې د مور نړيواله ورځ د يوې پراخې غونډې په ترڅ كې ولمانځل شوه.
غونډې ته د ياد وزارت سرپرستې حسن بانو غضنفر خبرې وكړې او ويې ويل ,چې اوس هم په يو شمېر ولايتونو كې د ښځو پر وړاندې كورنى تاوتريخوالى شتون لري، چې له كبله يې ښځې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
نوموړې زياته كړه، دوى په پام كې لري چې ښځو ته د كار كولو اسانتياوې بربرې كړي.
په غونډې كې د ولس مشر حامد كرزي پيغام هم وارول شو، چې پكې ميندو ته د دغې ورځې د مباركي ترڅنګ له ښځو چارو وزارت غوښتنه شوې وه، چې ميندو ته د اجتماعي او اقتصادي ژوند د ښه والي لپاره پروګرامونه برابر او د ترسره كېدا لپاره يې پرله پسې هڅې وكړي.
په ياده غونډه كې د ښځو د لاسي صنايعو درې ورځنې نندارتون هم پرانيستل شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


