ads

عنايت: د اويا فيصده اداري فساد مخه مو نيولې

په كندوز كې د عدلي او قضايي ادارو ترمنځ د اړيکو او د دغو ادارو د ظرفيتونو د لوړاوي په موخه سمينار جوړ شو، چې پکې د شمال ختيځو ولايتونو د عدلي اوقضايي ادارو مسوولينوګډون درلود. په كندوز كې د عدلي او قضايي ادارو ترمنځ د اړيکو او د دغو ادارو د ظرفيتونو د لوړاوي […]

نویسنده: TKG
23 غبرګولی 1389

په كندوز كې د عدلي او قضايي ادارو ترمنځ د اړيکو او د دغو ادارو د ظرفيتونو د لوړاوي په موخه سمينار جوړ شو، چې پکې د شمال ختيځو ولايتونو د عدلي اوقضايي ادارو مسوولينوګډون درلود.

په كندوز كې د عدلي او قضايي ادارو ترمنځ د اړيکو او د دغو ادارو د ظرفيتونو د لوړاوي په موخه سمينار جوړ شو، چې پکې د شمال ختيځو ولايتونو د عدلي اوقضايي ادارو مسوولينوګډون درلود.

د کندوز د استناف محکمې ريس قضاوت پوه عزت الله عنايت وويل، چې دوى کوښښ کوي، ترڅو په محکمو کې د رشوت اوبډومخه ونيسي. چې په وينا يې دوي په محکمو کې د اداري فساد او رشوت د مخنيوي او له منځه وړلو په خاطر د قاضيانو معاشونه لوړ کړي او د کندوز له ټولو قومې مشرانو سره يي خبرې کړي چې خلک بايد د ستونزو پروخت رشوت ورنه کړي.

نوموړي زياته كړه، دوي په محکمه کې تر اويا فيصده پورې د ادارې فساد مخه نيولې ده او په همدې تور يې يو تن قاضې نيولې دى.

خو ځايي خلك بيا تور لګوي چې په محاكمو كې ورڅخه رشوت اخيستل كېږي او كه ور يې نه كړي، نو عمر به يې په محكمه كې تېر شي.

ادارې فساد او رشوت د افغان دولت پر وړاندې هغه پرتې ننګونې دي، چې تر اوسه ترې عام ولس سرټکوي او دولت يې په له منځه وړو كې پاتې راغلى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA