تیاتر

968
۲۳ غبرګولی ۱۳۸۹

د ځانګو په ډرامو کې د ډرامې عناصر


په تېر بحث کې مو ولوستل، چې ښاغلی ننګ یوسفزی په ډرامه کې د یو کرکټر شاعر د مونولوګونو په  کارولو سره اورېدونکو ته د شاعر د موقعیت او چاپېریال په اړه څومره روښانه او د منلو وړ انځورونه وړاندې کوي.

 

 

په تېر بحث کې مو ولوستل، چې ښاغلی ننګ یوسفزی په ډرامه کې د یو کرکټر شاعر د مونولوګونو په  کارولو سره اورېدونکو ته د شاعر د موقعیت او چاپېریال په اړه څومره روښانه او د منلو وړ انځورونه وړاندې کوي.

په مخکیني بحث کې پردې هم وپوهېدو، چې ښاغلی ننګ یوسفزی په ډېر مهارت سره د شاعر د موقعیتي مونولوګونو په واسطه هغه غږونه، چې په چاپېریال کې اورېدل کېږي، هم په ماهرانه توګه معرفي کوي او دا کار په ډرامه لیکنه کې یوه بنیادي ښېګڼه ده.

لکه څنګه چې پوهنیار عبدالقویم کریم وايي، دا کار د ډرامې د لیکوال له مسوولیتونو څخه ګڼل کېږي او په دې کار کې بری موندل د لیکوال د مهارت ښکارندوی وی، چې د هر لیکوال له وسه پوره نه دی.

په راډیويي ډرامو کې پېښې ژر ژر واقع کېږي او د هغو صحنې یا برخې د سټېج ډرامو په پرتله ډېرې لنډې وي. دا ځکه چې په راډیویي ډرامو کې د صحنو د ډیالوګونو ترمنځ زیاتې وقفې یا دمې موجودې نه وي، حال دا چې د سټېج په ډرامو کې ډیالوګونه د اکټ او عمل سره یو ځای ترسره کېږي، نو ځکه خو د ډیالوګونو ترمنځ وقفې رامنځته کېږي.

په یوه راډیويي ډرامه کې د ډرامې بهیر ته د لنډو او اوږدو صحنو په لیکلو، په آسانی سره بدلون ورکولی شو، چې دا کار د ډرامې د اوج (Climax) په رامنځته کولو او د اورېدونکو د مینې او علاقې په ساتلو کې زیاته مرسته کوي.

اوږدې صحنې د ډرامې په پیل کې د کرکټرونو او چاپېریال په پېژندنه کې ګټورې دي، خو د پېښو د پېښېدو د بهیر په چټکتیا سره واضحه ده، چې د صحنو اوږدوالى کمېږي. که د ځانګو د ډرامو د ټولګې د (( کمیس او ځولۍ )) ډرامه چې ښاغلي ننګ یوسفزي ورته لنډه کۍ ډرامه ویلې، ولولو، وینو چې د هغې صحنې هم ډېرې لنډې لیکل شوي او د موسیقۍ په راوستلو سره یو له بله جلا شوې دي.

دا کار د ډرامه لیکنې په فن کې هغه هم زیات او کم څلوېښت کاله پخوا چې د ښوونځي او مطالعې نه به خلکو تېښته کوله، د لیکوال د برلاسۍ کره ثبوت دی. په ډرامه لیکنه کې معمولآ صحنې د زمان او مکان په بدلون سره بدلون مومي او د ښاغلي ننګ یوسفزي په خپلو ډرامو کې دې ټکي ته ښه پام وو.

۵. د ډرامې تشنج یا د ډرامې د کرکټرونو او د هغوی د چاپېریال ترمنځ اختلاف:

تناو، شخړه او تشنج (Tension) د ډرامې ډراماټیک اغېز زیاتوي.  په ډرامه کې د تشنج او تناو د زېږولو لارې، په ډارمه کې د چوپتیا رامنځته کول، د صحنو یا برخو د مودې اوږدولو او ځایونو او پېښو ته بدلون ورکول، د خبرو اترو یا ډیالوګونو د لوستلو د بهیر چټکتیا او ورو والی، د ډرامې په جوړولو کې له موسیقۍ څخه کار اخیستل او نورې دي.

ښاغلی ننګ یوسفزي د ځانګو د ټولګې د برګ لالا، تربګني، رښتونې مینه، اختر او نورو ډرامو کې د تشنج د رامنځته کولو لپاره، د موسیقۍ پر ځایولو سربېره د ډیالوګونو د ادا کولو د بڼې له بدلون څخه هم کار اخیستی دی. که چېرې د ده د ډرامو ډیالوګونه ولولئ، د ځینو ډیالوګونو په پیل او د قوسونو په منځ کې د ډیالوګونو د ادا کولو د بڼې په باب ځینې لارښوونې لري، چې کرکټر یا لوبغاړي ته د لیکوال د سپارښتنې حیثیت لري. د موضوع د روښانولو لپاره زه د ځانګو د ډرامې یوه کوچنۍ بېلګه وړاندې کوم.

د ځانګو ډرامه، د افغانستان د ستر ملي قهرمان او ملي مشر میرویس خان د ځانګو په اړه ليكل شوې او له ډرامه ییزو تشنجونو څخه ډكه ده.

په ډرامه کې داسې راځي:

پاتې لري

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *