د ننګرهار چارواکي وايي په دې ولايت کې د تېر ماښام اورلګېدنې د څلور سوه اتيا ميلونه افغانيو په ارزښت درې سوه شپېته دوکانونه له منځه وړي.
د ننګرهار چارواکي وايي په دې ولايت کې د تېر ماښام اورلګېدنې د څلور سوه اتيا ميلونه افغانيو په ارزښت درې سوه شپېته دوکانونه له منځه وړي.
د ننګرهار والي ګل آغاشېرزي نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې له مرکزي حکومت او ان ولسمشر کرزي څخه يې د جلال اباد د غاليو او څپلکو دې سوزيدلي مارکېټ کې زيانمن شوو دوکاندارانو سره مرسته غوښتې، چې په وينايې ښايي ترسره هم شي.
شېرزي د ګاونډيو ولايتونو کونړ او لغمان او دغه راز د کورنيو چارو وزارت له چارواکو په دې مننه وکړه، چې د دې اور وژنې ته يې خپل اور وژونکي موټرې را استولې وې.
ننګرهار والي د ځينو خلکو دا نظر رد کړ، چې ګواکې ولايتي اداره پخپل وخت دې اور وژنه کې پاتې راغله.
ده وويل دا يوه تصادفي پېښه وه، چې ټوله نړۍ کې کېږي او افغانستان غوندې هېواد کې يې دومره وخت کې وژنه هم د دوى برى دى.
په جلال اباد کې دا اورلګېدنه چې روغتيايي چارواکي پکې د پينځو ولسي وګړو د ټپي کېدو هم ويلي، چارواکي يې تر څېړنو وړاندې لامل ښودل ناشونى ګڼي، خو يو شمېر عيني شاهدان يې علت د جنريټري برېښنا خرابوالى بولي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


