د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې شاوخوا زرو ښوونکو نن بيا د ځمکو د غصبېدو پرضد کار بنديز اعلان کړ. يادو ښوونكيو د پوهنې رياست ولايتي اداره د ښوونکو د ځمکو په غصب تورنه کړه.
د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې شاوخوا زرو ښوونکو نن بيا د ځمکو د غصبېدو پرضد کار بنديز اعلان کړ.
يادو ښوونكيو د پوهنې رياست ولايتي اداره د ښوونکو د ځمکو په غصب تورنه کړه.
د ننګرهار د ښوونکو د ټولنې مشر تاج الدين چپاو کليد ته وويل: د څه باندې پنځوسو ښوونځيو ښوونکو ځکه د ښوونځيو دروازې وتړلې چې د ننګرهار والي تر ژمنې وروسته هم په چمتلې ښارګوټي کې د ښوونکو اوه سوه جريبه غصب شوې ځمکه له ځمکنيو غاصبينو څخه راخلاصه نه کړه.
چپاو په دغه چاره كې د ننګرهار يو شمېر دولتي چارواكي هم ښكېل ګڼي.
د ننګرهار د پوهنې مرستيال رئيس ميا محمد ابراهيم د دې ترڅنګ چې د ښوونکو خبرې تاييدوي او ولايتي چارواکي د ځمکو په غصب تورنوي وايي: څارنوالۍ او ملي امنيت ته يې له دغو غاصبينو رسمي شکايت کړى، خو نه پوهېږي ولې يې چا مرسته نه ده کړې.
د ننګرهار ځايي چارواکي په دې اړه له خبرو ډډه کوي.
د يادولو وړه ده چې پرون په دې ولايت کې د يوې د ښتې پرسر قومي شخړه کې شپږ ويشتو تنو ته مرګ، ژوبله واوښته.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


