ads

ننګرهار كې د ځمكو پر سر قومي نښته

د ننګرهار يو شمېر استوګن په داسې حال کې خپله ولايتي اداره د ځمکو پرسر د قومي لانجو پر وړاندې  بې کيفايته ګڼي چې چارواکي په روداتو ولسوالۍ کې د پرونۍ قومي نښتې د اوولسو ټپيانو روغتيا د اندېښنې وړښيى.     د ننګرهار يو شمېر استوګن په داسې حال کې خپله ولايتي اداره د […]

نویسنده: TKG
22 غبرګولی 1389

د ننګرهار يو شمېر استوګن په داسې حال کې خپله ولايتي اداره د ځمکو پرسر د قومي لانجو پر وړاندې  بې کيفايته ګڼي چې چارواکي په روداتو ولسوالۍ کې د پرونۍ قومي نښتې د اوولسو ټپيانو روغتيا د اندېښنې وړښيى.

 

 

د ننګرهار يو شمېر استوګن په داسې حال کې خپله ولايتي اداره د ځمکو پرسر د قومي لانجو پر وړاندې  بې کيفايته ګڼي چې چارواکي په روداتو ولسوالۍ کې د پرونۍ قومي نښتې د اوولسو ټپيانو روغتيا د اندېښنې وړښيى.

دغه قومي جګړه چې پرون د بهسودو د عرب قام او روداتو څو قومونو ترمنځ د يوې دښتې پرسر وشوه، د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور يې د وژل شوو شمېره درې او د ټپي شوو درويشت تنه ښيى او وايي د شپږو ټپيانو روغتياد ډاډ وړده.

سمونوال غفور دغه راز د جګړه كوونكو ترمنځ د اوربند او سيمې ته د پوليسو د استولو خبرهم ورکوي.

د جګړې دواړه ښکېلې غاړې پوليس د نښتې پرمهال د خپلو مخالفينو په ملاتړ تورنوي، خو د امنيې قومندانۍ وياند بيا له نورو جزياتو پرته يوازې د منځګړتوب لپاره د پوليسو هوايي ډزې تاييدوي.

په روداتو کې د ځمکې پر سر دا قومي لانجه يوازينۍ هغه نه ده چې په ختمولو کې يې د ځايي چارواکو پاتې راتګ لسګونه تنو ته مرګ، ژوبله اړولې.

داسې پېښې له وروستيو راهيسې دې سيمه کې ډېرې ليدل شوي چې د مرګ، ژوبلې شمېر يې له سلو تنو اوړي.

بلخوا ځايي خلک ولايتي چارواکي په داسې لانجو کې د ځينو غاړو په ملاتړ تورنوي چې چارواکي يې دعوه بې ځايه ګڼي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA