نن سهار يوولس بجي د کندها ر ښار د چهار سون په څلور لاري کي يو تن پوليس د نامعلومو وسلوالو له خوا په ډزو ووژل شو.
نن سهار يوولس بجي د کندها ر ښار د چهار سون په څلور لاري کي يو تن پوليس د نامعلومو وسلوالو له خوا په ډزو ووژل شوو.
د کندهار د امنيه قومندانۍ مرستيال محمد شاه خان فاروقي د پېښې پخلى كړى او كليد ته يې وويل: چې ياد پوليس د رخصتۍ له پوره کېدو وروسته د وظيفي پر لور روان و، چې د نامعلوموكسانو لخوا ورباندي بريد وشو او ووژل شوو.
امنيتي چارواكو تر دې دمه د پېښې په تړاو څوك نه دي نيول ياو نه هم چا د بريد پړه پر غاړه اخېستې.
د يادولو وړ ده، چي څه موده وړاندي هم په همدې څلور لاري کې پر يوه پوليس د يوه تن لخوا د چړي بريد وشو، چي په نتيجه کي يي دواړه ووژل شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

