نن ماسپښين د کندوز ښار اړوند د زاخېلو په سيمه کې په بهرنيو ځواکونو بمې چاودنه وشوه له امله يې ۶ بهرني سرتېري ووژل شول.
د وسلوالو طالبانو وياند کليد ته د ټليفون پر کرښه د چاودنې مسؤوليت پر غاړه واخيسته او وويل، چې دغه چاودنه د كندوز ښار ختيځ ته د زاخېلو په
نن ماسپښين د کندوز ښار اړوند د زاخېلو په سيمه کې په بهرنيو ځواکونو بمې چاودنه وشوه له امله يې ۶ بهرني سرتېري ووژل شول.
د وسلوالو طالبانو وياند کليد ته د ټليفون پر کرښه د چاودنې مسؤوليت پر غاړه واخيسته او وويل، چې دغه چاودنه د كندوز ښار ختيځ ته د زاخېلو په سيمه كې د دوى د ملګرو لخوا تر سره شوې.
خو په کندوز كې مېشت د ايساف ځواکونو د مطبوعاتو مسؤول ډګرمن ويبر له قوله د هغه افغان مطبوعاتي مسؤوول سادات کليد ته وويل، چې تر دې دمه د پېښې په اړه كره معلومات نه لري، خو په وينا يې چاودنه پرامرييکانو شويدي.
دا مهال د چاودنې د ځاي پرسر چورلکې تاوييږي او خبريالانو ته نشته، چې د پېښې ځاى ته ورشي.
د پېښې په اړه به نور معلومات وروسته دركړل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


