ads

د خوندي ميندو ملي ورځ ولمانځل شوه

د خوندي ميندو ملي ورځ د عامې  روغتيا وزارت په تالار كې د يوې پراخې غونډې په ترڅ كې ولمانځل شوه. د عامې روغتيا سرپرستې ثريا دليل  د خوندي ميندو د ملي ورځې د لمانځلو په غونډه كې وويل، چې په هېواد كې د بشپړ روغتيايي اسانتياو نشتوالى او د روغتيايي پوهاوي د كچې د […]

نویسنده: TKG
22 غبرګولی 1389

د خوندي ميندو ملي ورځ د عامې  روغتيا وزارت په تالار كې د يوې پراخې غونډې په ترڅ كې ولمانځل شوه. د عامې روغتيا سرپرستې ثريا دليل  د خوندي ميندو د ملي ورځې د لمانځلو په غونډه كې وويل، چې په هېواد كې د بشپړ روغتيايي اسانتياو نشتوالى او د روغتيايي پوهاوي د كچې د ټيټوالي له امله د حامله ميندو ژوند له سترګواښ سره مخ  دى.

 

د خوندي ميندو ملي ورځ د عامې  روغتيا وزارت په تالار كې د يوې پراخې غونډې په ترڅ كې ولمانځل شوه.

د عامې روغتيا سرپرستې ثريا دليل  د خوندي ميندو د ملي ورځې د لمانځلو په غونډه كې وويل، چې په هېواد كې د بشپړ روغتيايي اسانتياو نشتوالى او د روغتيايي پوهاوي د كچې د ټيټوالي له امله د حامله ميندو ژوند له سترګواښ سره مخ  دى.

نوموړې زياته كړه، چې په افغانستان كې  په هرو اوو حامله ميندو كې يوه مېرمن يا په هر نيم ساعت كې يوه مېرمن  د ولادت او د حامله ګۍ د بېلابېلو علتونو پرمهال خپل ژوند له لاس وركوي.

د يادونې وړده چې د ولادت او حمل پرمهال د ميندو د مړينې له ګواښونو څخه د خلكو پوهاوى او د هغوى د ژوند  د خونديتوب په هدف هركال په هېواد كې د خوندي ميندو ملي ورځ  لمانځل كيږي، خو تر اوسه نړيوالې ټولنې او د عامې روغتيا وزارت په بشپړه توګه د حامله ميند د مړينې د كچې په راټيټولو نه دي بريالي شوى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA