ads

لغمان كې دوه اعشاريه دوه كيلومتره سړك جوړ شو

  د امريکا رغنيزې ولايتي ډلې (پي ار ټي) په لغمان کې د څه باندې شپږ سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت  د يوه سړک د جوړيدو چارې بشپړې او د دې ولايت کرنې رياست سره د شپږ اتيازرو نورو امريکايي ډالرو په لګښت د ځينو وسايلو مرسته وکړه. د لغمان د والي وياند ګل […]

نویسنده: TKG
18 غبرګولی 1389

 

د امريکا رغنيزې ولايتي ډلې (پي ار ټي) په لغمان کې د څه باندې شپږ سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت  د يوه سړک د جوړيدو چارې بشپړې او د دې ولايت کرنې رياست سره د شپږ اتيازرو نورو امريکايي ډالرو په لګښت د ځينو وسايلو مرسته وکړه.

د لغمان د والي وياند ګل رحمان همدرد کليد ته وويل بشپړ شوى سړک د لغمان د مرکز مهترلام اړوند دى، چې دوه اعشاريه دوه کيلومتره پراخوالى لري.

د هغه په وينا دا سړک پخپلو اوږدو کې يو شمېر استنادي دېوالونه هم لري چې جوړول يې په نهو مياشتو کې ترسره شوي.

د لغمان د والي وياند کليد ته دغه راز وويل چې امريکايي پي آرټي ډلې د دې ولايت د کرنې ادارې کرنيز روزنتون سره د شپږ اتيازرو امريکايي ډالرو په لګښت د بېلا،بېلو اړينو وسايلو مرسته هم کړې چې بزګرو ته په روزنه کې به اسانتياوې برابرې کړي.

لغمان چې ورځ، دوه وروسته ترې داسې اقتصادي خبرونه راځي، خو ورسره  ځايي استوګن پردې مرستو د نيوکو ترڅنګ وايي چې په ترسراوي کې يې درغلۍ کېږي او لکه چې په کار ده دوى ته يې هغومره ګټه نه ورځي، دا هغه تور دى چې چارواکو تل رد کړې ده.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA