د ناټو په مشرۍ ايتلافي ځواکونه په داسې مهال د هېواد په ختيځ کې د خپلو پينځو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکوي چې ځايي چارواکي له دې خبرې ناخبري ښيى.
د ناټو په مشرۍ ايتلافي ځواکونه په داسې مهال د هېواد په ختيځ کې د خپلو پينځو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکوي چې ځايي چارواکي له دې خبرې ناخبري ښيى.
په کابل کې د دغو ځواکونو له مطبوعاتي ادارې څخه پرون ناوخته کليد ته په استول شوې خبرپاڼه کې د دغو سرتېرو هويت او د وژل کېدو سيمه په ډاګه شوې نه ده خو ويل شوي چې د سړک غاړې د ماين په چاودنو کې وژل شوي.
بلخوا يو شمېر ځايي خلکو رسنيو ته ويلي چې دغه پينځه واړه سرتېري پرون د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د سړک غاړو ماينونو وژلي.
ځايي خلکو په دې اړه نورجزيات نه دي ورکړي، خو د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي او امنيې قومندان خليل الله ضيايي دواړو کليد سره خبرو کې له دې پېښو ناخبري وښوده.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا پرون ناوخته رسنيو ته ويلي و، چې د کونړ په غازي اباد او اسمار ولسواليو کې يې ايتلافي ځواکونو ته د سړک غاړې ماين چاودنو او مخامخو وسله والو بريدونو کې مرګ، ژوبله اړولې.
ايتلافي ځواکونه په ختيځ کې د خپلو دې سرتېرو وژل کېدل په داسې مهال مني چې اوړمه ورځ يې پر يوه کاروان د ننګرهار په بهسودو پله کې ځانمرګي بريد شوى و چې د عيني شاهدانو په وينا له كبله يې څو سرتېري ووژل شول، خو يادو ځواکونو بيادا خبره ناسمه ګڼله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


