ads

په ختيزه سيمه كې د ګوزڼ ناروغۍ تازه پېښه

په ختيځ کې روغتيايي چارواکي د دې ترڅنګ چې د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ د يوې تازه پېښې د ثبت خبر ورکوي، وايي د واكسينو د تېر کمپاين په څېر داځل هم د نورستان په کامدېش او برګېمټال کې د امنيتي ستونزو له لاسه د پوليو پرضد ياد كمپاين نه شي کولاى. په ختيځ کې […]

نویسنده: TKG
17 غبرګولی 1389

په ختيځ کې روغتيايي چارواکي د دې ترڅنګ چې د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ د يوې تازه پېښې د ثبت خبر ورکوي، وايي د واكسينو د تېر کمپاين په څېر داځل هم د نورستان په کامدېش او برګېمټال کې د امنيتي ستونزو له لاسه د پوليو پرضد ياد كمپاين نه شي کولاى.

د ننګرهار د عامې روغتيا رېس ډاکټر اجمل پردېس د ختيځ زون په کچه د پوليو ضد واکسياسيون د پيل په غونډه کې کليد سره خبرو كې وويل،په ختيز کې د پوليو تازه ثبت شوې پېښه د ننګرهار د شينوارو ولسوالۍ په ګولايي سيمه کې ده.

ډاکټر پردېس دغه راز وويل چې د نورستان په کامدېش او برګېمټال ولسوالۍ کې د دولت د وسله والو مخالفينو له ګواښه نه شي کولاى، ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين ورکړي.

روغتيا رېس دغه راز د پوليو پرضد د پيل شوي تازه کمپاين موده درې ورځې وښوده چې په وينايې د ختيز زون اوه لکه او شل زره ماشومان به پکې د مرستندويو روغتيايي ادارو په دوه لکه اتيازرو ډالرو واکسين شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA